د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تازه له یوه روسي ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي، د دې احتمال شته چې مسکو د اسلامي امارت سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني.

نوموړي په دغه مرکه کې همداراز ویلي چې مسکو د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه امریکا ته سترګې په لاره نه وي او په وینا یې، ولسمشر ولادیمیر پوتین افغانستان سره د غنمو او نورو مرستو اعلان هم کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د چارو یو‌شمېر شنونکي په دې باور دي چې ښايي روسیه سیمه کې د خپل نفوذ او ځانګړو موخو لپاره اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.

د نړیوالو چارو کارپوه جاوید مومند سلام‌وطندار ته ویلي، روسیه غواړي نړیوالو ته وښيي چې له دې ورووسته امریکا نه‌شي کولای، سیمه یا نړۍ کې په یوازې توګه پرېکړې وکړي او ځینې قدرتونه شته چې پرېکړې نیولی شي.

نوموړي وویل: «داسې څرګندونې دا په ډاګه کوي چې امریکا ته وښیي، هره پرېکړه چې ته د افغانستان یا سیمې د نورو هېوادونو په تړاو نیسې، دا یوازې ته نه یې، موږ هم کولای شو. سره له دې چې د افغانستان د نوي حکومت لپاره ملاحظات لرو، لکه بشري حقونه ، د ښځو حقونه، د زده‌کړو حق، خو دا هغه مسایل دي چې موږ ا.ا سره په ګډه کار کوو او ا.ا دې ته ژمن دی، ان کېدای شي ښوونځي هم پرانستل شي.»

په ورته مهال د چارو یو بل شنونکی فضل‌الرحمان اوریا وایي، د افغانستان په اړه د روسیې دا دریځ کورني او بهرني لاملونه لري.

هغه وویل، یو لامل یې د ترویکا پلس غونډه کې د امریکا روسیې، چین او پاکستان ترمنځ هوکړه ده چې پربنسټ به یې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په اړه ګډه پرېکړه نیسي.

خو د اوریا په وینا، د اوکراین جګړې په پیلېدو سره د ترویکا پلس غونډې له منځه لاړې چې دا کار د افغانستان او روسیې په ګټه دی او داسې ښکاري چې روسیه نور امریکا سره د افغانستان په تړاو ګډه همغږي‌ نه‌لري.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر هم خپل ترکمنستاني سیال سره د لیدنې پرمهال ویلي و، افغانستان سیمه‌ییزو ستراتیژیکو پروژو کې راګډ شوی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو په اړه د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي څرګندونې داسې مهال مطرح کیږي چې د شاوخوا لسو میاشتو په تېرېدو، د اسلامي امارت سرپرست حکومت هېڅ کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام