په هرات ښار کې، د سړکونو او کوڅو د عادي ژوند او د موټرو د ګڼې‌ګوڼې ترمنځ، یو ځوان د خپل ژوند لپاره یو بېل او ځانګړی مسیر غوره کړی دی؛ داسې مسیر چې د کاغذ، کتابونو او د کلیمو بوی لري.

۳۴کلن غلام فاروق محمودي وایي، له کلونو کار او تجربې وروسته دې پایلې ته رسېدلی چې خلکو ته د کتاب لاسرسی لااسانه کېدای شي. هغه باور لري چې کتاب باید یوازې په کتابتونونو او پلورنځیو کې بند پاتې نه‌شي او باید د خلکو تر دروازو ورسېږي.

هغه له یوه ساده موټر سره څه باندې یوه میاشت مخکې داسې کار پیل کړی چې که څه هم په لومړي نظر کوچنی ښکاري، خو په حقیقت کې د خلکو او کتاب ترمنځ یو نوی او ژوندی پُل جوړوي.

هغه وویل: «زه له کلونو راهیسې د کتاب پلورنځی لرم. د نندارتونونو او د سړک غاړې د کتاب نندارو له لارې دې پایلې ته ورسېدم چې د کتاب ګرځنده پلور یا “پیک کتاب” ښه نتیجه ورکولی شي. له همدې امله مې پرېکړه وکړه چې د کتاب موټر فعال کړم، څو وکولای شو د خپلو ګرانو هېوادوالو لپاره د کتاب لاسرسی لا ډېر کړو.»

د «پیک کتاب» نظریه چې له یوې نښې او علایمې پیل او اوس په یوه فرهنګي خدمت بدل شوی دی. د نوموړي په وینا، د دې پیک جوړول، له څلور تر پنځو سوه زره افغانیو لګښت پرې راغلی دی.

محمودي زیاتوي چې د کتابونو ډېری برخه د کورنیو بازارونو څخه برابرېږي او ډېری فرمایشونه د کورنیو لیکوالانو له‌خوا کېږي.

هغه وویل: «کلونه کېږي چې د کتاب پلورنځی لرم. د نندارتونونو او د سړک غاړې د کتاب نندارو له لارې دې پایلې ته ورسېدم چې د کتاب ګرځنده پلور یا «پیک کتاب» ښه نتیجه ورکولی شي. له همدې امله مې پرېکړه وکړه چې د کتاب موټر فعال کړم، څو وکولای شو د خپلو ګرانو هېوادوالو لپاره د کتاب لاسرسی لا ډېر کړو.»

اوس هغه هره ورځ خپل فرمایشونه د ټیلیفوني اړیکو او ټولنیزو شبکو له لارې ترلاسه کوي او کتابونه د ښار په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته رسوي.

د غلام فاروق محمودي په وینا، دا کار یوازې د عاید یوه سرچینه نه ده، بلکې د مطالعې د فرهنګ د ژوندۍ ساتلو یوه هڅه ده.

هغه وایي: «موږ له خپلو هېوادوالو څخه د کتاب د فرمایش اخیستلو لپاره بېلابېلې لارې لرو؛ مخکې له مخکې اطلاع‌رسونه کوو، د ټولنیزو شبکو له لارې اعلانونه کوو او همدارنګه ګرځنده کتاب نندارتونونه ترسره کوو. د فرمایش اخیستلو په برخه کې زیاتره وخت زموږ قدرمنې خویندې مخکښې وي.»

له بل‌خوا، د دې ګرځنده کتاب پلورنې یوشمېر پېردونکي دا نوښت ستایي او وایي چې د کتاب پیک یا ګرځنده خدمت د ډېرو کورنیو او ځوانانو لپاره کتاب ته لاسرسی لا اسانه کړی دی.

د پیک کتاب یوه پېردونکې لطیفه سادات وایي: «کله چې زموږ سیمې ته د کتاب ګرځنده پیک راځي، ما لیدلي چې ځوانان او ماشومان له کتابونو سره علاقه پیدا کوي، راځي، کتابونه ګوري او ځان ته یو کتاب انتخابوي. دا کار د ټولنې د خلکو د پوهاوي د کچې په لوړولو کې ډېر اغېزمن تمامېږي.

د دې ګرځنده پیک یو بل پېرودونکی ذبیح‌الله وایي چې د داسې پروګرامونو پیلول، کولی شي د ځوانانو او تنکیو ځوانانو د مطالعې له لیوالتیا سره مثبت اغېز ولري. هغه باور لري چې د داسې نوښتونو پراخول د ټولنې د پوهاوي د کچې په لوړولو او د کتاب لوستنې د فرهنګ په ترویج کې مهم رول لوبولی شي.

نوموړی وایي: «زه فکر کوم دا کار د تنکیو ځوانانو او ځوانانو د مطالعې له لیوالتیا سره ډېر مثبت اغېز لري او کولی شي په ټولنه کې د کتاب لوستنې فرهنګ لا ډېر ترویج کړي.»

په همدې حال کې، د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي چې د هغو پروګرامونو ملاتړ کوي چې د کتاب لوستنې فرهنګ د ترویج او د ځوانانو مطالعې ته د هڅونې لپاره کېږي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او هنر امر، عبدالمتین عادل وایي: «د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کتاب لوستنې د فرهنګ د ودې لپاره او په دې موخه چې ځوانان له ټولنیزو شبکو څخه د کتاب لوستنې فرهنګ ته مخه کړي، هر اړخیز ملاتړ کوي. موږ هڅه کوو چې د کتاب لوستنې فرهنګ لا ډېر پراخ کړو، څو د ځوانانو فکري او ټولنیزې تشې د مطالعې له لارې ډکې شي.»

غلام فاروق زیاتوي چې که د حکومتي مسوولانو او سوداګرو ملاتړ ورسره وشي، غواړي خپل کار لا پراخ کړي. هغه وایي: «که راته لا ډېر امکانات برابر شي او د مسوولینو او سوداګرو له لوري ملاتړ وشي، هڅه به وکړم چې سل په سلو کې لاپراخ، لوی او جامع پروګرامونه ولرم.»

دا نوښت د کتاب او د خلکو د کورونو ترمنځ په یو پله بدل شوی دی؛ داسې پله چې ښايي د ټولو ستونزو په منځ کې د مطالعې څراغ لا روښانه وساتي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام