د مسئلې بیان
په اوسنۍ زمانه کې مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence) زموږ د وخت له تر ټولو اغېزناکو ټکنالوژیو څخه ګرځېدلې. دې ټکنالوژۍ په حیرانوونکې چټکتیا د خلکو د ورځني ژوند ترمنځ ځان رسولی او د کار، زدهکړې، اړیکو او پرېکړه کولو لارې چارې یې بدلې کړي.
افغانستان، سره له دې چې له جوړښتي ستونزو او ډیجیټلي زېربناوو ته د محدود لاسرسي له ننګونو سره مخ دی، خو د دې نړیوال بدلون له اغېز څخه بېبرخې نه دی پاتې شوی. افغان ځوانانو چې د هېواد د نفوس د پام وړ برخه جوړوي، په زیاتېدونکې لېوالتیا سره د مصنوعي ځیرکتیا وسایلو ته مخه کړې.
د ChatGPT، Gemini او نورو هوښیار چټباټونو په څېر وسایل د ډېرو ځوانانو لپاره د مالوماتو ترلاسه کولو، د تحصیلي او کاري چارو د مشورې او آن د رواني ملاتړ مهمې سرچینې ګرځېدلي.
له همدې امله، په دې څېړنه کې اصلي مسله دا ده چې ځوانان له مصنوعي ځیرکتیا سره تر کومه بریده بلد دي او دا ټکنالوژي د هغوی په ژوند کې په کومو برخو کې کارول کېږي.
د څېړنې مخینه او اړتیا
په نړۍ کې د مصنوعي ځیرکتیا له راڅرګندېدو وروسته او په افغانستان کې د څېړنو د مخینې له ارزونې سره سم، د موضوع د اهمیت او د ټولنې د اړتیاوو له مخې په دې برخه کې ځینې هڅې شوي. خو شته ادبیات تر ډېره محدود دي او د افغان ځوانانو پر ژوند د مصنوعي ځیرکتیا د اغېزو شننې او ارزونې ته لږه پاملرنه شوې. دلته د دغو څېړنو ځینې بېلګې او کمزورۍ یادېږي:
الف) «له مصنوعي ځیرکتیا سره د ځوانانو بلدتیا او په ژوند کې یې د کارونې څرنګوالی» هغه سروې ده چې د سلاموطندار له خوا د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۱۰مه، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ۳۹۵ ځوانانو په ګډون ترسره شوې وه. په دې څېړنه کې تر ډېره له مصنوعي ځیرکتیا سره د ځوانانو د بلدتیا کچه ارزول شوې.
ب) «په ۲۰۲۴ کال کې د مصنوعي ځیرکتیا پرمختګ» د افغانستان انټرنشنل یو تصویري راپور دی چې په ۱۴۰۳ کال کې خپور شوی. په دغه راپور کې د مصنوعي ځیرکتیا د پام وړ ودې او د ټکنالوژۍ په ډګر کې د یوې مهم وسیلې په توګه د هغې رول ته اشاره شوې.
ج) «له مصنوعي ځیرکتیا سره مشوره؛ د کورنیو لپاره ګواښ که فرصت؟» د ۸ صبح بل راپور دی چې په کې له کابل ښار څخه له یو شمېر کورنیو سره مرکې شوي. د راپور موندنې ښيي چې کورنۍ د ستونزو حل، لکه د مېړه او مېرمنې اړیکې، د ماشومانو روزنه او د کورنیو شخړو مدیریت لپاره له مصنوعي ځیرکتیا کار اخلي.
که څه هم دغو څېړنو د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې بېلابېلو اړخونو ته کتنه کړې او دا هڅې د ستاینې وړ دي، خو ځینې یې په کوچنۍ کچه ترسره شوي او د ځوانانو په پرېکړهکولو، ټولنیزو اړیکو او ورځني ژوند کې د مصنوعي ځیرکتیا د رول روښانه او دقیق انځور نه وړاندې کوي.
له همدې امله، د دغو محدودیتونو په پام کې نیولو سره، د افغانستان د ځوانانو په ورځني ژوند کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې، د استعمال ساحو، د ګټې اخیستنې د کچې او په پرېکړو او ټولنیزو اړیکو کې د هغې د رول د هر اړخیزې ارزونې لپاره د دې سروې ترسره کول اړین ښکاري.
دا څېړنه کولی شي کره او علمي مالومات برابر کړي او د پخوانیو څېړنو موجود تشه ډکه کړي.
د څېړنې اصلي موخې
له مصنوعي ځیرکتیا سره د ځوانانو د بلدتیا کچې ارزونه
د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې لپاره د ځوانانو د انګېزو او ساحو پېژندنه
د ځوانانو په ژوند کې د مصنوعي ځیرکتیا د اغېزمنتیا ارزونه
د هغو اسانتیاوو مالومول چې مصنوعي ځیرکتیا یې ځوانانو ته برابروي
د څېړنې اصلي پوښتنې
۱- په افغانستان کې ځوانان له مصنوعي ځیرکتیا سره تر کومه بریده بلد دي؟
۲- د ځوانانو له خوا د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې موخې او انګېزې څه دي؟
۳- د ځوانانو په ژوند کې د مصنوعي ځیرکتیا د اغېزمنتیا کچه څومره ده؟
میتودولوژي
د دې څېړنې میتودولوژي کمي ده او د راټولو شویو احصایو پر تحلیل ولاړه ده. د څېړنې وسیله پوښتنلیکونه دي چې په حضوري ډول او د ټولنیزو شبکو له لارې وېشل شوي او راټول شوي دي.
احصایوي ټولنه
د دې څېړنې احصایوي ټولنه له ۱۵ تر ۳۵ کلونو ځوانان رانغاړي چې د جغرافیایي قلمرو له پلوه د افغانستان ۳۲ ولایتونه په کې شامل دي. د ځوابورکوونکو ترلاسه شوې نمونه ۱,۱۵۴ ده.
د څېړنې محدودیتونه
۱- ثابت انټرنېټ ته د ځوانانو نه لاسرسی
۲- د کلیوالو اوسېدونکو کمرنګه ګډون
۳- د ځینو ولایتونو کم ګډون
۴- د حضوري څېړنو د فرهنګ نشتوالی
۵- د ځوانانو محدودې همکارۍ
د راپور لنډیز
د افغان ځوانانو او مصنوعي ځیرکتیا په اړه دغه سروې د ۳۲ ولایتونو د ۱,۱۵۴ کسانو په ګډون شوې. موندنې ښيي چې مصنوعي ځیرکتیا د افغان ځوانانو په ورځني ژوند کې ژور ځای نیولی. ۹۲ سلنه ځوابورکوونکي له مصنوعي ځیرکتیا سره بلدتیا لري او تر دوو پر درېیمه ډېره برخه یې (۶۶.۶سلنه) منظم کاروونکي دي.
همداراز، ۸۴.۱سلنه ځوانانو لږترلږه یو ځل د مشورې ترلاسه کولو لپاره له مصنوعي ځیرکتیا کار اخیستی، یانې دا وسیله په یوه مشورتي مرجع بدله شوې.
ورسره هممهاله، ۸۲سلنه کاروونکو ویلي چې له دوستانو او خپلوانو سره مشورې کمې شوي او ۵۸.۱سلنه د پرېکړو د ماشينيکېدو په اړه اندېښنه لري.
ځوانان تر ټولو لوی ګواښ تخنیکي تېروتنه نه، بلکې «له حده زیاته تړاو او د انساني احساس کمېدل» بولي چې ۳۵ سلنو یې یادونه کړې. دا چاره د یوې داسې انتقادي پوخوالي نښه ده چې باید جدي ونیول شي.
د راپور تفصیل
۱ـ د ځوابورکوونکو وګړیزه پېژندنه
ولایت
د افغان ځوانانو او مصنوعي ځیرکتیا په اړه دغه سروې د ۳۲ ولایتونو د ۱,۱۵۴ کسانو په ګډون شوې.

د عمر کټهګوري
د ځوابورکوونکو تر ټولو لویه برخه (۴۶.۵ سلنه) هغه ځوانان دي چې عمرونه یې د ۲۰ او ۲۵ کلونو ترمنځ دي، یانې نږدې نیمایي ګډونوال د پوهنتون زدهکړو او د تجربو د لاسته راوړلو په مهم پړاو کې دي.
د ۲۵ تر ۳۰ کلونو عمر لرونکې ډله له ۲۴.۹ سلنې سره په دویم ځای کې ده.
په ټولیز ډول، ۸۶.۴ سلنه ځوابورکوونکي تر ۳۰ کلونو کم عمر لري.

جنسیت
د ځوابورکوونکو جنسیتي وېش تر یوه بریده متوازن دی؛ نارینه ۵۰.۶ سلنه او ښځې ۴۹.۴ سلنه برخه جوړوي.

د ژوند ډول
د ځوابورکوونکو وګړیزې موندنې ښيي چې ۸۳.۲ سلنه ښاري او ۱۶.۸ سلنه کلیوالي اوسېدونکي دي.

د زدهکړو کچه
موندنې ښيي چې ۶۶.۸ سلنه د دې سروې ګډونوال د لوړو زدهکړو په کچه کې دي.
د ځوابورکوونکو ډېره برخه لوستي دي او لوړې زدهکړې لري.

۲ـ مصنوعي ځیرکتیا سره د ځوانانو د بلدتیا کچه
شمېرې ښيي چې ۹۲سلنه ځواب ورکوونکي له مصنوعي ځیرکتیا سره بلد دي. له دې ډلې څخه ۴۰٫۶سلنه منځنۍ کچې بلدیت لري، ۲۳٫۳سلنه لږ بلد دي، ۲۴٫۹سلنه ډېر بلدیت لري او ۳٫۲سلنه ځانونه متخصصین ګڼي. یوازې ۸سلنه هېڅ ډول بلدتیا نهلري.
افغانستان کې د لاسرسي کچې د محدودیتونو برعکس، دا شمېرې څرګندوي چې ځوانان مصنوعي ځیرکتیا سره د پام وړ بلدتیا لري.

د کارونې کچه
موندنې ښيي چې څه باندې دوه پر درېیمه برخه ځوانان «۶۶.۶سلنه» د مصنوعي ځیرکتیا منظم او پایښتلرونکي کارونکي دي چې ۳۵سلنه ځوانورکوونکو ویلي هره ورځ مصنوعي ځیرکتیا کاروي او ۳۱.۶سلنه په اوونۍ کې یوازې څو ځلې مصنوعي ځیرکتیا کاروي.
۳ـ د مصنوعي ځیرکتیا وسایل
چټجيپيټي او جییمینای«ChatGPT& Gemini» د ۷۱.۳سلنې په کارونې سره د ځوانانو ترمنځ تر ټولو مشهور او ډېر کارونکي ټولز دي. ښوونیز اپلېکېشنونه بیا دویم ځای لري او ۹.۵سلنه کارول کېږي.

۸۴.۱ سلنه ځوانانو چې له هرو شپږو کسانو څخه نږدې پنځه یې، لږترلږه یو ځل د مشورې ترلاسه کولو لپاره له مصنوعي ځیرکتیا څخه استفاده کړې ده. دا ښيي چې مصنوعي ځیرکتیا په یوه مشورتي مرجع بدله شوې ده.

مشورتي برخې
د زدهکړو اړوند مشورې د ۴۲.۵سلنې سره تر ټولو ډېره کارول کېږي. کاري برخه بیا ۲۳.۲سلنه او د شخصي ژوند اړوند مسایل بیا ۱۵.۳سلنه کارول کېږي چې درېیم ځای لري.
د مشورو د کیفیت ارزونه
۳۴سلنه ځوابورکوونکي د مصنوعي ځیرکتیا مشورې تر ډېره سمې ګڼي، ۳۲٫۶سلنه یې منځنۍ ارزونه بولي او ۷٫۳سلنه یې بشپړ سم یادوي. په ټولیز ډول، له هغو ځوابورکوونکو څخه چې د مشورې لپاره یې له مصنوعي ځیرکتیا څخه کار اخیستی، له ۷۳سلنې څخه ډېر یې دا مشورې لږترلږه منځنۍ یا تر هغې لوړه کچه ارزوي.
د موندنو له مخې، ۴۲٫۷سلنه لوړ رضایت «۴–۵» لري، په داسې حال کې چې ۳۲٫۲سلنه منځنی رضایت «۳» او ۱۶٫۷سلنه ټیټ رضایت «۱–۲» ښيي.

۴. د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې پایلې
۲۹٫۹سلنه ویلي چې د دوی د مشورې غوښتنه کمه شوې او ۲۹٫۹سلنه نورو بیا د منځنۍ کچې کمه ښوودلې ده. ۱۱٫۲سلنه د پام وړ کموالی او ۳٫۱سلنه نږدې بشپړ بدلون راپور ورکړی دی؛ په داسې حال کې چې یوازې ۱۷٫۶سلنه هېڅ بدلون نهلري.
په ټولیز ډول، ۷۴سلنه ځواب ورکوونکي د مصنوعي ځیرکتیا له کارولو وروسته له ملګرو او خپلوانو څخه لږه مشوره اخلي.

پر ټولنیزو اړیکو اغېزې
نږدې نیمايي، یعنی ۵۴٫۶سلنه، پر خپلو ټولنیزو اړیکو د منفي اغېزو یو ډول احساس کړی. په داسې حال کې چې ۳۷٫۴سلنه هېڅ اغېزه نه ویني، ۳۱٫۸سلنه وایي چې یو څه واټن یې رامنځته کړی او ۱۸سلنه دا د ملګرو او خپلوانو سره د خبرو د کمېدو لامل بولي.

د انساني حس کمېدو څخه اندېښنه
۲۵٫۷سلنه ځوابورکوونکي د انساني حس د کمېدو په اړه لږه اندېښنه لري او ۲۵٫۱سلنه منځنۍ اندېښنه ښيي. ۱۴٫۰سلنه ډېره اندېښنه او ۴٫۶سلنه خورا زیاته اندېښنه لري، په داسې حال کې چې یوازې ۲۲٫۳سلنه دا اندېښنه په بشپړه توګه ردوي.
په ټولیز ډول، ۶۹٫۴سلنه ځواب ورکوونکي د مصنوعي ځیرکتیا له امله د انساني حس د کمېدو په اړه پر بېلابېلو کچو اندېښنه لري.

د پرېکړو د ماشینيکېدو په اړه اندېښنه
۴۲٫۹سلنه لږه اندېښنه لري او ۱۵٫۲سلنه ډېره اندېښنه ښيي. په ټولیز ډول، ۵۸٫۱سلنه ځوانان د پرېکړو د ماشینيکېدو په اړه اندېښنه لري. یوازې ۲۴٫۸سلنه وایي چې هېڅ اندېښنه نهلري.

تر ټولو لویه ګټه
د ځوانانو له انده پراخو معلوماتو ته چټک لاسرسی چې ۳۷٫۳سلنه جوړوي، د مصنوعي ځیرکتیا تر ټولو لویه ګټه ده. د وخت سپما (۱۹٫۵سلنه) او د زدهکړو او مهارتونو په لوړولو کې مرسته (۱۹٫۴سلنه) تقریباً په یو شان ډول په دویم ځای کې دي. دا درې اصلي ګټې ټولې د فردي وړتیاوو د پیاوړتیا پر لور اشاره کوي.

تر ټولو لوی ګواښ
پر ماشینونو له حد ډېره تکیه او د انساني حس کمېدل، د ۳۵سلنې په کچه تر ټولو لوی خطر بلل شوی دی. د ملګرو او کورنۍ سره د مشورو کمېدل (۲۰٫۹سلنه) او د ځینو مشورو ناسم یا نیمګړتیا هم (۱۸٫۳سلنه) دی چې ورپسې ځایونو کې راځي. د پام وړ خبره دا ده چې ځوانان انساني او ټولنیزې اندېښنې د تخنیکي اندېښنو په پرتله لوړې ګڼي.

پایله
دا څېړنه د افغانستان د ځوانانو او مصنوعي ځیرکتیا ترمنځ د اړیکې یو پېچلی او څو اړخیز انځور وړاندې کوي. د هغو ساده انګېرنو چې دا ټکنالوژي یا بشپړه ګټوره یا زیانمنه ګڼي، واقعیت دا دی چې دواړه فرصتونه او جدي ننګونې په یو وخت کې موجود دي.
له یوې خوا، مصنوعي ځیرکتیا د ډیجیټل ښوونکي، د کار سلاکار او د معلوماتو د سرچینې په توګه د هغو ځوانانو لپاره چې محدود لاسرسی لري، یو مهم او نه انکارېدونکی رول لوبوي. له بلخوا، زیاتېدونکی تړاو، د انساني اړیکو کمزوري کېدل او د پرېکړو د ماشینيکېدو اندېښنه، هغه جدي خطرونه دي چې د پام وړ غبرګون ته اړتیا لري.
موندنې ښيي چې د شته تصور پرته د افغانستان ځوانان یوازې منفعل کاروونکي نه دي. هغوی د پراخ کارونې ترڅنګ خپل انتقادي لید هم ساتلی دی. همدا انتقادي ظرفیت هغه بنسټ دی چې سیاست جوړوونکي، ښوونیز بنسټونه او رسنۍ باید پرې خپلې راتلونکې تګلارې جوړې کړي.
وړاندیزونه
۱- په کلیوالو سیمو کې د ډیجیټل زیربناوو پراختیا، څو د ډیجیټل واټن کم شي.
۲- د مصنوعي ځیرکتیا د کارولو لپاره د اخلاقي چوکاټونو جوړول چې د ټولنې له کلتوري او اسلامي ارزښتونو سره همغږي ولري.
۳- په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د مصنوعي ځیرکتیا د سواد (AI Literacy) په برخه کې پانګونه او روزنه.
۴- د ښوونځیو او پوهنتونونو درسي پروګرامونو کې د مصنوعي ځیرکتیا د سواد ادغام.
۵- د مصنوعي ځیرکتیا انتقادي کارونې زدهکړه.
۶- د میداني څېړنو دوام، څو د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې بدلونونه او لېوالتیاوې په مستند ډول ثبت شي.
۷- د عامه بحثونو، غونډو او راډیويي پروګرامونو جوړول، څو د مصنوعي ځیرکتیا په اړه ټولنیز پوهاوی او خبرې زیاتې شي.


