جاپان او د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې (یونېسف) نن سه‌شنبه، سلواغې ۲۱مه، کابل کې یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ چې موخه یې، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د واکسینونو تطبیق دی.

په کابل کې د جاپان سفیر، ماساموتو کنیچي وايي، هېواد یې د جاپان د نړیوالو همکاریو ادارې (جایکا) له لارې له ۶.۲۶ میلیونو ډالرو څخه زیاتې مرستې دې کمپاین ته ځانګړې کړې او دا پروژه به د یونېسف له لوري عملي شي.

د جاپان سفیر په دې غونډه کې وویل: «جاپان پرېکړه کړې چې د جایکا له لارې له ۶.۲۶ میلیونو ډالرو څخه زیاتې مرستې دې پروژې ته ځانګړې کړي چې له همدې میاشتې به د یونېسف له لوري تطبیق شي. د دې پروژې موخه دا ده چې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د ورځني واکسین او ملي کمپاینونو لپاره د پولیو خوراکي واکسینونه په بې‌وقفه ډول برابر شي.»

د یونېسف مسوولان وايي، د دې مرستې پرمټ به تر پنځو کلونو کم عمره له ۱۷ میلیونو څخه زیات ماشومان واکسین شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په افغانستان کې د یونېسف مرستیالې اندریا جیمز وايي: «د جاپان حکومت نن له موږ سره یو تفاهم‌لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به د پولیو پر وړاندې د مبارزې او د واکسین د تطبیق لپاره له ۶.۲۶ میلیونو ډالرو څخه زیاتې مرستې وکړي. د دې مرستې له لارې به تر پنځو کلونو کم عمره له ۱۷ میلیونو څخه زیات ماشومان واکسین ترلاسه کړي.»

په دې پروګرام کې د جاپان د نړیوالو همکاریو ادارې (جایکا) مسوولانو هم ګډون کړی وو.

دوی په یاده غونډه کې وویل چې د دې هوکړې پربنسټ به جایکا له یونېسف سره د پولیو پروړاندې د مبارزې او د ورځني واکسین د لاپیاوړتیا په برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي، څو ډاډ ترلاسه شي چې ماشومان په عادلانه ډول د خوندي او باکیفیته واکسین خدمتونو ته لاسرسی لري.

سوتا توساکا وویل: «په افغانستان کې د پولیو له منځه وړل ممکن دي. زه په رښتیني ډول هیله لرم چې دا نوښت به د دې مهم هدف په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي او د افغانستان د ټولو خلکو هوساینه به لوړه کړي.»

د یادونې وړ ده چې جاپان په ۲۰۲۶کال کې شاوخوا ۲۰ میلیونه ډالره مرستې له افغانستان سره اعلان کړي چې دا مرستې به په بېلابېلو برخو کې ولګول شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام