سلاموطندار د هېواد په بېلابېلو ولایتونو له ۳۰ مېرمنو سره مرکې کړي چې د مرکو پرمهال موندل شوې، ښوونیز او کاري محدودیتونو دوی اړ کړې چې په خپل کور کې په خپلسري توګه خیاطي، نقاشي او نورې حرفې زدهکړي.
که څه هم دوی له امکاناتو له کمښت شکایت لري، خو د یادو له ډلې ۱۸ هغه یې، بریالۍ شوي چې له دې لارې ثابت درامد ولري.
د موندنو له مخې، اته نجونو تر منځنۍ زدهکړو، ۱۳ نورې له دولسم فارغې دي او نهو نورو بیا تر لېسانس کچې زدهکړې کړي دي.
د فاریاب اوسېدونکې ۲۱کلنه نظیفه فاتح وايي: ««د نجونو د ښوونځیو له تړلکېدو وروسته، د زدهکړو د دوام فرصت رانه واخیستل شو او احساس مې وکړ چې باید خپل وخت بېهدفه تېر نهکړم. له همدې امله مې پرېکړه وکړه چې یو مسلک زدهکړم، څو هم بوخته واوسم او هم وکولای شم په راتلونکي کې د ځان او خپلې کورنۍ لپاره ګټوره واوسم. د کور له شته لږو او ابتدایي وسایلو سره مې د خیاطۍ مسلک په ځانزده ډول پیل کړ.»
د بادغیس اوسېدونکې ۲۰کلنه عایشه وايي: «له یوې مودې وروسته مې احساس وکړ چې یوازې سبق ویل بسنه نهکوي، بلکې باید یو مسلک هم زدهکړم. خیاطۍ او نقاشۍ ته مې لېوالتیا پیدا شوه، ځکه هم ښکلي کارونه دي او هم که څوک یې زدهکړي، ښه استفاده ترې کولی شي. ځانګړي وسایل مې ډېر نهلرل، خو له هماغو شیانو سره مې پیل وکړ چې په کور کې موجود وو. له موبایل، انټرنېټ، ښوونیزو ویډیوګانو او کله ناکله د نورو د کارونو له کتو څخه مې استفاده کوله. همدغه لږ امکانات هم راته د یو مکتب حیثیت درلود.»
د دې راپور موندنې ښيي چې له مرکه شویو ښځو څخه هېڅ یوې هم مسلکي وسایلو او تجهیزاتو ته لاسرسی نه درلود او د هغوی د زدهکړې بهیر تر ډېره د کورنیو ابتدایي امکاناتو، ګرځنده ټیلیفون او انلاین ښوونیزو ویډیوګانو له لارې پرمخ تللی دی.
۱۸کلنه لیلا، د کونړ اوسېدونکې او فوزیه احمدي له هرات څخه وايي چې دوی د ښوونیزو ویډیوګانو په مرسته د خیاطۍ او د نقاشۍ هنر زدهکړی دی.
لیلا وویل: «ما لومړی ځل د موجودو ویډیوګانو، کتابونو او انلاین سرچینو له لارې د ساده جامو ګنډل زده کړل. زما موخه دا وه چې خپل مهارت لوړ کړم او له هرې طرحې او نمونې سره چې مې جوړه کړه، زما وړتیا لا پیاوړې شوه. د انټرنېټ او څو ښوونیزو ویډیوګانو له لارې مې بېلابېل تخنیکونه زده کړل.»
فوزیه احمدي وویل: «د نقاشۍ په هنر کې د مسلکي کېدو او د خلکو د خوښۍ د جلبولو لپاره ډېر تمرین اړین دی. د ټولنیزو شبکو د پاڼو په تعقیب، د ښوونیزو ویډیوګانو په لیدو او له نورو نقاشانو څخه د بېلګې اخیستو سره مې خپل مهارت پیاوړی کړ، او اوس هغې کچې ته رسېدلې یم چې د نقاشۍ د هنر د زدهکړې لپاره شاګردان لرم.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دې راپور موندنې ښيي چې د خیاطۍ او نقاشۍ په څېر د ځانزدهکړه مسلکونو نه یوازې د مرکې شویو ځینو ښځو د ژوند برخه بدله کړې، بلکې ځینو ته یې دا زمینه هم برابره کړې چې، که څه هم محدود، خو ثابت عاید ترلاسه کړي. د مرکې شوو ښځو له ډلې، ۱۸ یې ثابت عاید ترلاسه کړی دی.
د کابل پوهنتون د انګلیسي ژبې د ادبیاتو زدهکړیاله ۲۲کلنه خالده صحرایي او ۱۷کلنه مهسا د بادغیس اوسېدونکې وايي: «ما د ګاونډیو او خپلوانو له لارې د فرمایشونو اخیستلو سره، که څه هم لږ، خو ثابت عاید ترلاسه کړ. دا ډېره ښه ده چې لږترلږه له یوې برخې او د خیاطۍ مسلک له لارې عاید ولرو. کم وي، خو شکر دی.»
مهسا وویل: «ما د نقاشۍ له لارې او د فرمایشونو اخیستلو سره، که څه هم محدود، خو عاید ترلاسه کړل چې زما لپاره ډېر ارزښتناک او هڅونکې وو. نقاشي ما له فکري پلوه خپلواک کړي او باور مې پیدا کړی چې حتی په سختو شرایطو کې هم کولای شم د خپلې هڅې له لارې د پرمختګ لار پیدا کړم.»
همدارنګه، د ښځو د حقونو یوشمېر فعالان د دې ښځو د ملاتړ اهمیت ته په ټینګار سره وايي چې د ملاتړ نشتوالی او د دې وضعیت دوام کولای شي ښځې په ټولنه کې تدریجي لهمنځه یوسي او د هغوی لپاره مالي خپلواکي ترلاسه کول ستونزمن کړي.
د ښځو حقونو فعاله همارجبي وايي: «لنډمهاله پایلې د دې دي چې د هغوی په ذهن کې نظریې لهمنځه ځي او اوږدمهاله پایلې یې پر افغانستان اقتصاد منفي اغیزه کوي. له همدې امله ښځې په دې برخه کې مهم رول لري. که دا ملاتړ ونهشي، ښځې به په ټولنه کې لهمنځه لاړې شي او له دې سره به د کورني عاید او وړتیاوو څخه هم محرومې شي او د کورنۍ د مالي وضعیت په اړه به هېڅ مسؤلیت ونهلري.»
بلخوا، ځینې اقتصادي کارپوهان د ښځو په کوچنیو سوداګریو کې د نقش اهمیت ته په ټینګار وايي چې دا به د کارموندنې رامنځته کولو او د وزګارتیا د کچې کمولو فرصت وي.
اقتصادي کارپوه امیدالله قاسمزي وویل: «بېشکه د کورنیو اقتصاد کې د ښځو نقش ډېر حیاتي او مؤثر دی. په عمومي توګه ښځې کولای شي د کوچنیو سوداګریو له لارې، نه یوازې د ځان لپاره د کارموندنې زمینه برابره کړي او کورنۍ ته اقتصادي مرسته وکړي، بلکې کولای شي بریالۍ سوداګرې هم شي، چې په اوږدمهال کې د بېکارۍ د کچې په کمولو کې هم مهم رول لوبوي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې ښځې پرته له هر ډول تبعیض کولی شي د کار جواز ترلاسه کړي او د خپلو اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره اقدام وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده «سلاموطندار» سره په مرکه کې وویل: «په ټول افغانستان کې هغه ښځې چې فعالیت لري، که په صنعت وي یا تولید کې، سالم فعالیت لري او هېڅ خنډ یې پروړاندې نهدی. هغوی پرته له کومې ستونزې کولای شي خپل سوداګري پرمخ یوسي. سربېره پر دې، شاوخوا پنځوس زره ښځې یا میرمنې متشبثې فعالیت لري او عملي کار کوي. غیررسمي ارقام ښيي چې له ۱۲۰زره زیاتې میرمنې په بېلابېلو برخو کې فعالیت لري او کولی شي خپلې چارې پر مخ یوسي. خو هغه څوک چې غواړي خپل فعالیت پراخه کړي، باید جواز ترلاسه کړي، او د جواز په ورکړه کې هېڅ ستونزه نشته او د ښځې او نر ترمنځ هېڅ توپیر نشته.»
ښځې په داسې مهال کور کې د کوچنیو او عایداتي کارونو ته مخه کړې چې د نړۍ د کارموندنې څار سازمان د ۲۰۲۵کال د نومبر په راپور کې څرګنده کړې چې ښځې نړۍ کې سره له دې چې د کار پیدا کولو برخه کې مخ پر زیاتیدونکي رول لري، لاهم د سوداګرۍ د پیل او د کارموندنې په لاره کې د جدي جوړښتي خنډونو سره مخ دي.


