د هېواد په بېلابېلو سیمو کې افغانان د ژمي موسم پرمهال د خپلو کورونو تودو ساتلو لپاره له بېلابېلو وسایلو کار اخلي، خو لروپرتو سیمو او ځینو ښارونو کې بیا تر ډېره صندلۍ کارول کېږي.
صندلۍ نه یوازې د کورونو تودوخې، بلکې د ژمي سړو شپو کې د کورنیو د یوځای کېښناستلو، کیسو او یوځای ټولېدنې وسیله هم بلل کېږي.
څلور لرګینې پايې، د سکرو منقل او یوه بړستن چې سلګونه کیسې یې په ځان کې خوندي کړې دي. د کابل اوسېدونکې شریفه وایي، پخوا به چې ژمی راغی، ټول به د صندلۍ چاپېره کېناستل؛ مور به کیسې کولې، پلار به چای څښه او ماشومان به په لوبو او ټوکو بوخت وو.
نوموړې زیاتوي، که څه هم هغه وخت بېوزلي ډېره وه، خو زړونه یې سره نږدې و؛ خو اوس هر څوک د خپلې خونې د بخارۍ ترڅنګ د موبایل پر سکرین بوخت دی.
هغه وویل: «موږ به صندلي کېښوده، ټول به ترې راټول وو، کیسې مو کولې. ماشومان به ټول یوځای ناست وو، پلا به هم وو. ټیلیفون نه وو چې هر څوک په ټیلیفون بوخت وي، ټولو به سره کیسې کولې، خندا مو کوله، وخت مو ښه تېرېده. هغه وخت موږ بېوزله وو، غریب وو، خو زړونه مو تاوده وو. کومې ستونزې مو نه وې؟ هر څوک د خپل کور او خپل فکر په اړه و.»
د غور اوسېدونکی ۷۵ کلن عبدالرحیم، د صندلۍ او کیسو په یادولو سره وایي، په هغه وخت کې صندلۍ د خلکو لپاره یو لوی نعمت و.
نوموړي وویل: «یو بل کس به هم ویل، رښتیا یو سړی وو چې یو ګورزي یې درلود چې وزن یې پنځه سوه منه وو. کله چې وهل به یې، یو کس به لس متره لاندې ځمکې ته تلل. هغه وخت زموږ د پاچاهۍ او ژوند وخت و. اوس هر څوک خپل ځانته دي، ټیلیفون لري، نه پوهېږم فیسبوک، موږ یو بل هم نه پېژنو. همداسې وایي، هغه خوند، هغه صندلۍ هغه منقل (اور) ورک شول، لهمنځه ولاړل.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بدخشان اوسېدونکی متن وایي، د صندلۍ شاوخوا به ټولې کیسې او خاطرې شریکېدې؛ خو اوس د ژوند د سبک په بدلېدو او د پرمختللو وسایلو په راتګ سره، صندلۍ ورو ورو له کورونو وتلې او ځای یې بخاریو او برښنایي وسایلو نیولی دی.
هغه وویل: «د کلي ټول مسایل به صندلۍ شاوخوا ناستو خلکو یوه بل ته ویل، خو اوس زه ډېر خپه یم، ځکه ځای یې بخارۍ نیولی او له تنبلۍ نور څه نهلري.»
بلخوا یوشمېر ټولنپوهان وایي، صندلۍ یوازې د تودوخې وسیله نه وه، بلکې یو ټولنیز ځای و چې بحث او خبرې به هم پهکې کېدې.
ټولنپوه ضیا نیکزاد وایي: «صندلۍ په ټولنیزه کېدو او د دودونو، ارزښتونو او عنعناتو د انتقال په برخه کې مهم رول لري، په ځانګړي ډول د کورنیو په منځ کې. دا ارزښتونه او دودونه له یوه نسل څخه بل نسل ته منتقلېدل. له همدې امله موږ کولی شو صندلۍ د یو ټولنیز او دودیز ارزښتونو د انتقال د مرکز په توګه وپیژنو، په ځانګړي ډول په افغانستان کې.»
پخوا برښنا محدوده وه او د بخارۍ کارول د لوړو لګښتونو له امله د ډېری کورنیو له وسه وتلې وه خبره وه، خو صندلۍ د تودوخې لپاره یوه ساده، ارزانه او عامه وسیله وه.
همدا لامل دی چې دا وسیله د ډېرو افغانانو په ګډه حافظه کې د صمیمیت، همدردۍ او یو ځایوالي له مفاهیمو سره تړلې ده.


