کونړ کې د سنبلې له ۹مې زلزلې نژدې دوه نیمې میاشتې تیریږي، خو زلزله ځپلي اوس هم د نهختمېدونکي درد تر سیوري لاندې ژوند کوي.
۲۶کلن ګلنبي چې د کونړ څوکۍ ولسوالۍ کې د دېوهګل درې د وروستۍ او لرېپرتې سیمې «چلس لوی کلي» اوسېدونکی دی، زلزله کې یې د کورنۍ څلور غړي له لاسه ورکړي او څلور ټپیان دي.
ګلنبي اوس هم د خپلې کورنۍ د هغو غړو له یاد سره ژوند کوي چې زلزلې تر خاورو لاندې کړي.
«کور مو مکمل چپه شوی، داسې زلزله وه چې اصلآ هغه وضعیت بیانولی نهشم، الله دې په هېڅ چا داسې ورځ نهراولي، ډېره سخته ورځ وه. څلور شهیدان او څلور ټپیان لرو. نیا، د تره ښځه، د تره زوی او د تره لور مې شهیدان شوي، د مور او خور په شمول مې د کورنۍ څلور غړي ټپیان دي. کور کې مو څاروي هم له منځه تللي.»
ګلنبي سوړ اسویلی اوباسي او وايي، کور ته له ستنېدو وروسته، کور ورته تش مالومیږي او خپل زیاتره وخت بهر تېروي.
«اوس چې کور ته لاړ شو، کور بیخي تش ښکاري، هغه ورځې کور کې ناست وم، پوښتنه مې وکړه چې همدومره کسان یو، را ته یې ویل چې هو، زړه مې ډېر خفه شي، ان ډوډۍ مې ونه خوړله. یو خو مې د تره زوی چې لس کلن او یتم وو، ډېر ځوروي، یادیږې مې. پخوا به دلته مونږ سره وو اوس چې کله کور ته ځم، داسې شاړ را ته ښکاري.»
ګلنبي د خپلوانو له لاسه ورکولو غم سره سره، د هوا سړېدو او د ژمي راتګ ته هم اندېښمن دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دی چې اوس خیمه کې ژوند کوي وايي، زلزلې د «چلس لوی کلي» ټول کورونه وران یا زیانمن کړي چې د اوسېدو نهدي. ده وویل، د حکومت له لوري ورکړل شوې خیمې یخې او ځمکه نمجنه وي چې ټوله شپه یې ماشومان په ژاړ تېروي.
ګلنبي وویل: «چې شپې وېده شو، لاندې خیمې یخې دي، لاندې ځمکه نم لري، سهار چې پاڅېږو، ټول بدن مو داسې درد کوي چې حد نه سیوا، ماشومان مو هم له یخه ټوله شپه ژاړي. زړه مو داسې خفه شي چې بیخي نو، هرڅه چې سوچ وهو چې کومه لاره اختیار کړو، هېڅ مو ذهن ته نهراځي، بس د الله هیلې ته پراته یو، مونږ ته خو کومه لاره نه ده راپاتې.»
دا یوازې ګلنبي نه دی چې زلزلې یې کور او خوشحالي ترې اخیستې، بلکې د کونړ په ځانګړې توګه د څوکۍ ولسوالۍ ډېری زلزله ځپلي ورته برخلیک سره مخ دي او د ژمي په را رسېدو سره، له حکومت او مرستندویه بنسټونو د اساسي سرپناه جوړولو غوښتنه کوي.


