فیصل او سلیم د کونړ د څوکۍ ولسوالي د دېوهګل درې د «اندرلچک» لېسې هغه دوه زدهکوونکي وو چې غوښتل یې ډاکټر او انجینیر شي، خو زلزلې هغوی او ټولې هیلې یې د خاورو لاندې کړې.
شاهمحمد شاهد د «اندرلچک» لېسې د درېیم ټولګي او د یادو زدهکوونکو ښوونکی دی.
دی له اوښکو په ډګو سترګو وايي، د زلزلې پرمهال یې د ښوونځي ۱۱ زدهکوونکو چې دوه یې د ده شاګردان وو، ژوند بایللی او ۲۵ نور ټپي شوي. له دغو زدهکوونکو هر یو یې ډېرې هیلې لرلې، خو اوس نه زدهکوونکي شته او نه یې هیلې.
ښوونکی شاهمحمد وايي: «زمونږ تقریباً ۱۱ زدهکوونکي شهیدان شوي چې له دې جملې څخه دوه زما په صنف کې وو او پاتې نور په نورو صنفونو کې زدهکړې کولې. شاوخوا ۲۵ زدهکوونکي ټپي شوي، خو اوس ټول روغ دي او ښوونځي ته راځي. کله چې صنف ته راځم، د فیصل عکس زما مخې ته راځي. د هغه پلار پنځه کاله وړاندې د سرطان له کبله وفات شوی وو. فیصل یو ډېر ښه او بااخلاق زدهکوونکی و. هغه تل ویل چې یوه ورځ به ډاکټر یا انجنیر شي. سلیم هم یو بل هوښیار او بااخلاق زدهکوونکی و، خو زما ډېر غم د فیصل لپاره دی، ځکه چې یتیم وو، او اوس یې مور هم شهیده شوې ده.»
فیصل او سلیم هغه دوه زدهکوونکي وو چې یاد یې اوس هم د هغوی ښوونکی او ټولګیوال ځوروي. د فیصل او سلیم ښوونکی شاهمحمد شاهد په غمجن غږ سره وايي، هر وخت چې ټولګي ته ننوځي او د هغوی تش ځای ویني، خپل ځان نهشي کنټرولولی او په بېړه له ښوونځي بیرته وځي.
«هغه ډېر باادبه او منظم وو. د دوی کتابچې او قلمونه به هر وخت مرتب وو. دوی داسې زدهکوونکي وو چې نور یې باید د ځان لپاره الګو کړي. دوی تل ما ته کتل او ویل یې چې یوه ورځ به معلم یا انجنیر شي. اوس چې دوی نشته، ډېر غمجن یم.»
کونړ کې د سنبلې ۹مې زلزلې یوازې بدن نه، بلکه د ولسونو روح او فکر هم ټپي کړی. شاهمحمد شاهد د هغو زدهکوونکو په اړه وايي چې اوس د پخوا په څېر درس ویلو سره لېوالتیا او شوق نهلري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دی د هغو ماشومانو خبره کوي چې د هر کوچني غږ په اورېدو سره له ځایه راپورته کېږي او د دروازې په طرف د منډې هڅه کوي.
«اوس هم د زدهکوونکو په سترګو کې یوه وېره وینم. د هرې کوچنۍ لړزې په وخت کې، د دوی څېرې بدلون مومي او د دروازې په طرف منډه کوي، داسې چې ته به وايي دوی نه غواړي بیا یې نړۍ پرې ړنګه شي. ځینې ټولګيوال یې په یوه ګوښه کې ناست وي او ځینې وخت د فیصل او سلیم لپاره اوښکې تویوي. موږ هڅه کوو چې دوی ته تسلي ورکړو، خو پوهیږم چې دغه زخم به د کلونو کلونو په اوږدو کې جوړ شي.»
شاه محمد یوازې د تیرو وختونو په اړه نه فکر کوي؛ هغه د راتلونکې په اړه هم اندېښمن دی. دی د هغو کورنیو په اړه اندېښنه لري چې که خپل کور او سیمه پرېږدي، “اندرلچک” به یو تش کلی شي.
هغه له حکومت او موسسو غوښتنه کوي چې د قربانیانو لپاره کورونه جوړ کړي. خو د هغه اصلی غوښتنه دا ده چې د ښوونې او روزنې بهیر دوام ولري.
«که د شهیدانو یا ټپیانو کورنۍ کلی پرېږدي، دلته به متروکه شي. موږ هڅه کوو چې د هغوی سره یوځای شو او له هغوی سره مرسته وکړو. زموږ اصلي غوښتنه دا ده چې د هغوی لپاره کورونه جوړ شي، ځکه خلک نور توان نهلري. د دې ترڅنګ، ښوونه او روزنه لکه د انسان سترګه ده. که د جاپان او افغانستان وضعیت وګورو، دواړه په یوه ورځ آزاد شول، خو په افغانستان کې د تعلیم او روزنې لپاره هغسې پام نه دی شوی… موږ اړتیا لرو چې تر ټولو غوره پام د تعلیم او روزنې لپاره وشي، ترڅو په هر کلي کې انجنیران او ډاکټران ولرو.»
د دې ټولو ترڅنګ، ښوونکی شاهمحمد شاهد هوډ لري چې د فیصل او سلیم هیله د نورو زدهکوونکو په ذهن کې ژوندۍ وساتي او وښيي چې د کونړ راتلونکی یوازې د تعلیم له لارې جوړېدی شي.
هغه داسې یو اتل دی چې ټولنې ته ورښيي چې ان په تیارو شېبو کې هم د علم رڼا هغه لارښونه ده چې د ژغورنې او پرمختګ لاره روښانه کوي.


