د هوا په سړېدو او د ژمي په رانږدې کېدو سره، کونړ کې په ځانګړې توګه د څوکۍ ولسوالي دېوه‌ګل دره کې د کورونو جوړولو په اړه د زلزله‌ځپلو له غوښتنو وروسته، ځايي مسوولان وايي، هڅې یې پیل کړي چې ټولو زلزله ځپلو ته اساسي سرپناو‌وې برابرې کړي.

د کونړ د کور او ښار جوړولو رییس مولوي نبي‌الله طلحه وویل، دامهال یې د څوکۍ ولسوالۍ د دېوه‌ګل درې او د نورګل ولسوالۍ مزاردره کې د زلزله‌ځپلو لپاره د کورونو جوړولو چارې عملآ پیل کړي او ټولو زیانمنو شویو کورنیو ته به اساسي سرپناو‌وې برابرې کړي.

د هغه په وینا، لومړي ګام کې د شهیدانو کورنیو، ورپسې ټپیانو او تر هغې وروسته د زلزلې زیانمنو شویو ته کورونه جوړوي.

«ټولو چارواکو هره برخه کې همکاري وکړه ترې مننه کوو. د زلزله ځپلو لپاره مهمه مسله د لومړنیو مرستو رسول وو، دویم پړاو کې د اساسي سرپناه جوړولو موضوع ده چې دغه برخه کې د ولایت له خوا یوه کمیټه مشخصه شوې چې سرپرستي یې د ولایت سرپرست عبدالله حقاني کوي، زه، د مخابراتو رییس، د کرنې رییس، همدارنګه د علماوو شور یو استازی د دغې پنځه کسیزې کمیټې غړي یو او د کورونو جوړولو پروسه مخ ته وړو. دامهال د نورګل په مزاردرې کې د ۳۰ کورونو او د څوکۍ دېوه‌ګل‌دره کې تر ۲۰ پورې د کورونو جوړولو چارې عملآ جریان لري.»

ښاغلی طلحه ډاډ ورکوي چې د ۹.۳۵ میلیون افغانیو په لګښت د دغو ۵۰ کورونو جوړولو چارې به تر دوو میاشتو پورې پایته ورسیږي، خو زیاته یې کړه چې لومړی د هغو شهیدانو کورنیو ته سرپناووې برابروي چې ډېر شهیدان یې ورکړي.

د کونړ د کور او ښار جوړولو رییس همدارنګه وايي چې زلزله ځپلو کورنیو ته په کتو دوه ډوله کورونه جوړوي.

دی وايي، هغه کورنۍ چې د غړو شمېر یې تر لسو ډېر وي، د هغوی لپاره به د درې خونو کور او هغه کورنۍ چې د غړو شمېر یې تر لسو کم وي، د دوی لپاره د دوو خونو کورونه جوړوي.

«کورنیو ته په کتو دوه قسمه کورونه جوړوو، هغه کورنۍ چې د غړو شمېر یې تر لسو ډېر وي، د هغوی لپاره به د دوو خونو کور چې پخلنځی، تشناب او نورې اسانتیاووې به هم ولري، جوړ شي او هغه کورنۍ چې د غړو شمېر یې له لسو کم وي، دوه خونې کور چې پخلنځی، تشناب او نور امکانات به ولري، ورته جوړ شي.»

هغه ډاډ ورکوي چې د زلزله ځپلو لپاره جوړېدونکي کورونه به په ښه کیفیت او په معیارونو برابر جوړ شي او نقشه یې هم د دغه ریاست له لوري جوړه شوې.

نوموړی زیاتوي چې دغه کورونه د دولت، مرستندویه بنسټونو، سوداګرو او د قطر او عربي متحده اماراتو به څېر د ځینو هېوادونو په ونډې او ملاتړ جوړیږي.

«لومړی خو کوښښ کوو چې دوی ته په خپلو سیمو کې کورونه جوړ کړو، زیاتره خلکو ژمنې کړي چې خپلو ساحو کې ځمکې مشخصوي او هماغه ځای کې ورته کورونه جوړوو، خو هغه کورنۍ چې ځمکې نه‌لري، هغوی ته پلان لرو چې هواره ځمکو کې یو ښارګوټی مشخص کړو، دې برخه کې یې کار هم کړی، د دوی لپاره به ننګرهار یا هم کونړ کې ښارګوټی جوړ شي.»

د کونړ د کور او ښار جوړولو رییس مولوي نبي‌الله طلحه وايي، سره له دې چې د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ دېوه‌ګل دره او د نورګل ولسوالۍ مزاردره کې اړتیاووې ډېرې دي، خو دوی ټولو زلزله ځپلو ته اسانتیاووې برابروي.

دغه څرګندونې داسې مهال دي چې تر دې وړاندې د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ زلزله ځپلو سلام‌وطندار سره خبرو کې ویلي، د هوا په سړېدو سره یې ستونزې ډېرې شوي او نه‌شي کولی چې ژمی په دغو خیمو کې تېر کړي.

دوی له مسوولانو او مرستندویه سازمانونو غوښتي چې کورونه یې د ژمي له راتګ وړاندې یې کورونه جوړ کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام