د هېواد په ختیځ کې زلزلې زرګونه کسانو ته د مرګ‌ژوبلې اړولو ترڅنګ، ولسونو ته سخت روحي او مالي زیانونه هم اړولي دي.

دغې زلزلې تر ډېره د کونړ نورګل او څوکۍ ولسوالیو کې خلک زیانمن کړي، خو ترڅنګ یې د ننګرهار دره‌نور ولسوالي اوسېدونکي هم سخت ځپلي دي.

د دره‌نور ولسوالي مسوولان وايي، دغې ولسوالي کې د نژدې دوو میاشتې وړاندې زلزلې له امله ۱۴ کسان شهیدان او لسګونه نور ژوبل شوي.

د دره‌نور ولسوال مولوي عبدالله رحماني وویل، زلزلې د ځاني مرګژوبلې ترڅنګ، خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي.

دی وايي، زلزلې ټوله ولسوالي کې د خلکو کورونه یا خو نړولي او یا یې زیانمن کړي، خو تر ډېره یې سُتن، مجګنډول، اوتران، لمټک، چوال، شیمل او وایګل سیمې زیانمنې کړي.

د دره‌نور ولسوال مولوي عبدالله رحماني زیاته کړه چې د یادو سیمو ډېری کورنۍ دامهال د حکومت او مرستندویه بنسټونو له لوري ورکړل شویو خیمو کې ژوند کوي.

«دلته په دره‌نور کې کله چې لومړۍ زلزله وشوه، تر ډېره په ستن او مجګنډول کې، شیمل او اوتران کې زیان اوښتی، ۱۴ شهیدان شوي او په لسګونو نور ژوبل دي. د خلکو کورونه وران شوي، مالي زیان بیخي ډېر دی، په ټوله ولسوالۍ کې خلکو ته مالي زیانونه اوښتي، تر ډېره یې سُتن، مجګنډول، اوتران، لمټک، چوال، شیمل او وایګل سیمې زیانمنې کړي. ډېر کورونه په کې زیانمن شوي، کورونه د اوسېدو نه دي، اوس هم زلزلې کیږي او ځکه یې ډېری خلک په خیمو کې ژوند کوي، پټیو کې یې خیمې درولي.»

د دره‌نور ولسوال همدارنګه وايي چې دغه ولسوالي کې زلزله ځپلو سره د حکومت او مرستندویه بنسټونو له‌خوا پوره لومړنۍ مرستې شوي، خو په وینا یې چې ژمي کې د دره‌نور هوا سړه وي او ولسونه په ځانګړې توګه زلزله ځپلي لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

«دلته خو د حکومت او خیریه بنسټونو له خوا بیخي ډېره مرسته شوې، خوراکي توکي، البسه، خیمې او نور وسایل ورکړل شوي، داسې خلک هم شته چې تر لس ځلو پورې یې خلکو ته مرستې رسولي، خیمې هم خلکو ته رسېدلي، خو بیا هم دلته یخ دی او خلک لا ډېرو مرستو ته اړتیاووې لري.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه که څه هم مني چې د زلزلې لومړیو ورځو ته په پام دامهال د مرستو لړۍ یو څه کمه شوې، خو زیاتوي چې اوس هم په ورځ کې زلزله ځپلو ته د لومړنیو توکو یو دوه ځلې مرستې وېشل کیږي.

د دره‌نور ولسوال په وینا، دغه ولسوالي کې تر ډېره د درملو او خوراکي توکو په برخه کې د خلکو لومړنۍ اړتیاووې رفع شوي، خو دا چې ژمی په رانژدې کېدو دی، د کورونو په جوړولو کې لاسنیوي ته اړتیا لري.

«د زلزله ځپلو اساسي اړتیاوې دا دي چې دوی ته کورونه جوړ شي، تر دې وروسته دلته خیمو کولو کې ژوند کول ګران کار دی. ځکه دلته هوا سړه وي. د حواثو وزیر صاحب راغلی وو، کورونه یې وکتل، دوی ډاډ ورکړ چې خلکو ته به د نقشې له مخې کورونه جوړوي، هغوی د هرات او پکتیکا یادونه هم وکړه، وې ویل چې دوی ته به کورونه جوړوي. مخکې یې انجینیرانو ته ویلي چې داسې نقشې جوړې کړئ، چې خلکو ته څومره اړتیا ده تر څو له مخې یې کورونه جوړ کړي. د ځمکې کمښت دلته دره‌نور کې هم شته، خلکو ځمکې کمې دي او غوښتنه لري چې حکومت په بل ځای کې ځمکې ورته مشخصې کړي چې کورونه ورته جوړ شي.»

د ننګرهار دره‌نور ولسوال مولوي عبدالله رحماني زیاتوي چې زلزلې سُتن، مجګنډول، اوتران، لمټک، چوال، شیمل، وایګل او یوشمېر نورو کلیو کې جوماتونه، کلینیکونه، مدرسې، ښوونځي او د اوبو سرچینې هم زیانمنې کړي، خو د مسوولانو له لوري یې سروې شوې او د حل لپاره یې اقدام کوي.

هغه همدارنګه وویل چې د دره‌نور ولسوالي زلزله ځپلو سیمو کې دامهال روغتیايي او ښوونیز خدمات په خیمو کې وړاندې کیږي.

د ننګرهار دره‌نور ولسوالي د کونړ او لغمان ترمنځ پرته غرنیزه ولسوالي ده چې اوسېدونکي یې تر ډېره پشه‌يي قوم څخه دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام