کونړ کې په ځانګړې توګه د څوکۍ ولسوالۍ دیوه‌ګل دره کې د نژدې دوه میاشتې وړاندې شوې زلزلې پرمهال ولسونو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

دغې زلزلې د سیمې اوسېدونکو پر ټولنیز ژوند هم ژورې منفي اغېزې کړي. د دیوه‌‌ګل درې د بادینزو او سلیمان‌زو کلیو یوشمېر اوسېدونکو وویل، د زلزلې پرمهال یې کرنیزې ځمکې له‌منځه تللي او د اوبو کانالونه یې هم ویجاړ شوي.

دوی له حکومت او مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې دغه برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د بادین‌زو کلي دوو اوسېدونکو حفیظ‌الله او عبدالوهاب وویل: «کانالونه مو خراب شوی، پټو ته مو اوبه نه ځې، ویالي مو ډکې دي، پټو باري او دا هر څه لکه ډېر مشکل یې پیښ کړی دی، زیاتره خلک چې دی، دلته خو نور داسې کسبونه نشته خو همدا پټي دي،  نو دا یو څه نا څه مال یې د دې خلکو نو په همدې شیانو مشغول وو، خو زیاتره خلک همدا کرل او ریبل کوي، نو موږ موږ ته باید دا کانالونه پاک شي، دا ویالي چې ورته وایي او دا پټي دې پاک شي، دا باري یې خراب شوې دي.»

«ځمکې چې دې ځمکې خو پولي او باري هم ناستي دي، ویالي مو خرابي دي، ټولې د کر کیلې نه حاضره وخت ورانې دي،  د حاضرو سترګو حال دی، وینئ چې هر څه ګډ وډ، وراني ویجاړ پراته دي، موږ سره دغه دغه وسه نشته چې بېرته یا ویالي جوړي کړو او یا د ځمکو پولې یا دا پټي بیرته برابر کړو، نو موږ د تاسو ورونو نه او یا د دې نورو موسیساتو نه هیله کوو، چې موږ سره په دغه برخه کې مرسته وکړئ او دغه ویالي چې زموږ کومه دې موږ وسه نه لرو، موږ سره د دغه ویالو او د دغه ځمکو په برخه کې راسره کومکونه وشي، چې موږ بیرته دا خپلې ځمکې ابادي کړو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته وخت کې د دیوه‌ګل درې د سلیمان‌زو کلي اوسېدونکي ګل محمد هم وویل چې کرنیزو ځمکو ته یې سخت زیان اوښتی.

هغه وویل: «دا زراعتي ځمکې زموږ بیخې خرابي شوې دي، باري او پولې لویدلي دي، اوس هم پکې خلک لګیا دي، شاید چې تاسې ووتلئ، زه یې درښایم، وبه یې وینئ، نو دا ډېري خرابي شوي او سل په سلو کې اتیا فیصده نقصان زراعتي ځمکو ته رسیدلی دی، هم سیلابونو وړي دي او هم دا پولي لویدلي دي، داسې لویدلي دي، دا خو دیوه ګل دی او غر وطن دی، جګې پولې دي بیخي جګې پولې دي، نو دا لویدلي دي نو دا کول بېرته مشکله ده خو بیا خو بیا ما دې خلکو ته دا هم وویل؛ چې خیر دی، منځ کې ورته یو موړه واچوئ، دا لږ ځای دې شړ وي، بیا به یې وروسته جوړو سره.»

د داسې مهال دی چې د کانالونو او ویالو بیارغول او جوړول د کروندو خړوبولو لپاره حیاتي ارزښت لري او د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه‌ګل درې زیاتره اوسېدونکي هم په کرنه بوخت دي.

دې سره، د څوکۍ ولسوالۍ د ترویج مدیر عزیزاحمد صافی هم مني چې د شوې زلزلې پرمهال د دیوه‌ګل دره کې کرنیزې ځمکې او کانالونه له منځه تللي.

هغه وویل، دغه دره کې شاوخوا ۲۵ هکټاره کرنیزه ځمکه او له ۳۰ تر ۴۰ پورې د اوبو سربندونه، کانالونه او ویالې ویجاړې شوي، خو په وینا یې چې د بیارغولو چارې یې پیل شوي.

د څوکۍ ولسوالي د ترویج عمومي مدیر عزیز احمد صافی: «څوکۍ ولسوالي کې موږ ۲زره هکټاره کرنیزه ځمکه لرو، چې په دې کې دولس سوه هکټاره ابي ځمکه لرو او ۸۰۰ سوه هکټاره للملي ځمکه لرو، ابي ځمکه زموږ د څوکۍ ولسوالۍ د عمومي کانال څخه اوبه اخلي او للمي ځمکه چې ده هغه موسمي اوبه اخلي، د دیوه ګل درې څخه، زلزله کې دا خو زلزله  خو خصوصا په دغه غریزه علاقو وه او بانډو کې وه، نو لاندې هواره کې دومره ځمکې ندې تخریب شوې، دیوه ګل درې دغه بانډې چې دي، دغې کې تقریبا د ۲۵ هکټاره په اندازه باندې زراعتي ځمکې تخریب شوې دي، په څوکۍ ولسوالۍ خصوصا دیوه ګل درې پاس غریزه علاقو کې تقریبا د ۳۰/ ۴۰ پورې دغه سربندونه، ویالي او کانالونه دا تخریب شوې دي او له منځه تللي دي، نو انشاءالله بېرته کار شروع دی چې بيرته یې موږ جوړ او اباد کړو، کوم سربندونه او ویالې چې زموږ  له منځه تللي دې، د زراعت وزارت په هماهنګې باندې او د کرنې ریاست په هماهنګۍ باندې د ایف جي ای موسیسې لخوا په څوکۍ ولسوالۍ خصوصا په اندرلچک او دیوه ګل درې په چلس کلو کې پیلا اوس کار شروع دی.»

د هغه په وینا، چې د کرنې وزارت له لوري هغو کروندګرو سره چې ځمکې او فصلونه یې خراب شوي د کرنیزو تخمونو مرسته هم کوي.

د څوکۍ ولسوالۍ د ترویج عمومي مدیر عزیز احمد صافی زیاتوي چې ځايي اداره هر ډول حالاتو کې له کروندګرو ملاتړ کوي.

د یادونې ده چې کونړ کې د شوې زلزلې پرمهال د کرنیزو فصلونو ترڅنګ، د یوشمېر کلیو سړکونه او نورو عام‌المنفعه پروژو ته زیان اوښتی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام