د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارد لیندسي، اعلان کړی چې هېواد به یې افغانستان ته څلور میلیونه پونډه مرسته ورکړي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن پنجشنبه (د لړم لومړۍ نېټه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، ریچارد لیندسي دا خبره د دغه وزارت له وزیر، محمدعبدالکبیر، سره د لیدنې پرمهال کړې ده.
نوموړي زیاته کړې چې دا مرسته د افغانستان ختیځ کې زلزلهځپلو خلکو د ملاتړ لپاره ځانګړې شوې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د برېتانیا ځانګړي استازي ټینګار کړی چې هېواد به یې له افغانستان سره د بشري مرستو بهیر ته دوام ورکړي.
بلخوا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر له برېتانیا غوښتي چې له افغانستان سره د بېرته راستنېدونکو لپاره د هستوګنې ښارګوټو په جوړولو کې همکاري وکړي.
یاده دې وي، برېتانیا تر دې مخکې هم د افغانستان د طبیعي پېښو له زیانمنو شویو خلکو سره درې میلیونه پونډه مرسته کړې وه.


