د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت «العربیه» رسنۍ ته ویلي چې فلسطین د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره د پاریس پر پریکنده ملاتړ ټینګار کړی دی.

وزارت ویلي، د غزې سیمه باید په راتلونکي کې د یوه خپلواک او واحد فلسطیني دولت په چوکاټ کې د فلسطین د خپلواکې ادارې له لوري اداره شي.

دغه وزارت همدارنګه د دې موضوع د نړيوالې ادارې له‌خوا د مدیریت غوښتنه هم کړې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویاند، پاسکال کنفاورو، د اسراییلو له لوري د لوېدیځې غاړې په سیمه کې د نوو هستوګن‌ځایونو جوړول په کلکه وغندل او دا یې د سولې او د دوه ‌دولتونو د حل پر لاره یو جدي خنډ وباله.

نوموړي وویل، دغه ډول اقدامات د نړيوال قانون او د ملګروملتونو د امنیت شورا د پرېکړه ‌ليکونو څرګنده سرغړونه ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام