Asset 1SWN

د فرانسې ولسمشر: برتانیه دې د فلسطین له رسمیت پېژندو ملاتړ وکړي

فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون برتانیې ته د درې ورځني سفر په پیل کې غوښتنه کړې چې لندن دې د خپلواکه هېواد په توګه د فلسطین له رسمیت پېژندو ملاتړ وکړي.

هغه تېره ورځ (سه‌شنبه، سرطان ۱۷) د برتانیې د دوو جرګو د غړو پر وړاندې د وینا پرمهال غزه کې له قید او شرط پرته د اوربند د ټینګښت غوښتنه کړې.

نوموړي ټینګار کړی چې فرانسه او برتانیه باید د فلسطین د رسمیت پېژندو پروسې مخ ته وړلو لپاره همکاري وکړي.

د مکرون په وینا، «منځني ختیځ کې سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار د یوه خپلواکه فلسطیني دولت جوړول دي.»

د فرانسې ولسمشر همدارنګه خبرداری ورکړی چې دغه حل‌لاره تر بل هر وخت ډېره اوس ګواښ سره مخ ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


غزه کې د نښتو پایته رسولو لپاره د فرانسې او سعودي عربستان د هڅو ترڅنګ، ټاکل شوې وه ملګري ملتونه د فلسطین په رسمیت پېژندو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزې حل لپاره یوه غونډه ترسره کړي.

ټاکل شوې وه چې دغه غونډه د جون له ۱۷ تر ۲۰ نیویارک کې ترسره شي، خو د ایران او اسراییل ترمنځ د نښتو په دلیل وځنډول شوه.

دې سره، امریکا او اسراییل د فلسطین رسمیت پېژندو سره تر نورو ډېر مخالفت ښوولی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام