که څه هم متخصص ډاکټران ټینګار کوي چې له علمي نظره د ماشوم د جنسیت ټاکل د پلار پر جینیټیکي جوړښتونو پورې تړاو لري، خو له هغو ۲۵ ښځو سره چې یوازې نجونې لري، د «سلاموطندار» د خبرو موندنې ښيي چې دا ښځې د پرلهپسې لوڼو د زېږون له امله له زور زیاتي، فزیکي، لفظي او رواني تاوتریخوالي او ټولنیزو توپیرونو سره مخ شوي.
په دغه راپور کې له هغو ښځو سره خبرې شوي چې له پنځو تر اته لوڼې لري او له ودونو یې ۱۲ تر ۲۰ کلونو تېر شوي.
دغه ښځې وایي، د پرلهپسې لوڼو د زېږون له امله یې د امیندوارۍ پرمهال او زېږون وروسته اړینې پاملرنې ته لاسرسی نه درلود او څو څو ځله د خپلو مېړونو د کورنیو، په ځانګړي ډول د خسر لخوا په سپکهونکو نمونو سره مسخره او ملامتې شوي دي.
د دې مېرمنو له ډلې ۱۷ یې وایي، مېړونه یې د کورنۍ، په ځانګړي ډول د خپلې مور له لوري دویم واده کولو ته هڅول شوي. پنځه نورې یې بیا وایي چې د زوی د نشتوالي له امله له فزیکي تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.
د لغمان اوسېدونکې ۴۰ کلنه نازي او د تخار اوسېدونکې ۳۸ کلنه نگینه چې دواړه د پنځو لوڼو مېندې دي وایي، د پرلهپسې لوڼو د زېږون له امله د امیندوارۍ پرمهال او زېږون وروسته پاملرنه نه ده ورته شوې، بلکې د خپلو مېړونو له بېپامي او بدې رویې سره مخ شوي.
«۱۴ کاله کېږي چې واده مې کړی. کله چې مې پنځمه لور نړۍ ته راغله، مېړه مې له ما سره ښه چلند نه کاوه. د امیندوارۍ پر مهال یې راته مناسب خواړه نه برابرول. ویل به یې، تا خو زوی نه دی زېږولی. له دوکان به چې کور ته راتلو، ما ته به یې چې امیندواره وم، ان مېوه یا ښه خواړه هم نه راوړل.»
«۱۵ کاله کېږي چې واده مې کړی. د مېړه د کورنۍ له لوري همېشه دا خبرې اورم چې ته تل لورګانې زېږوې. کله چې لور مې وزېږوله او د زېږون په بستر کې وم، یو هګۍ یې هم را نه کړه. له ما سمه پاملرنه نه کېږي. مېړه مې راته وایي: ‘ته خو یوازې لور زېږوې، لور زېږول دې زدهکړل، څه وخت به راته زوی راوړې؟’»
د کندوز اوسېدونکې ۳۲ کلنه لیلما د ۶ لوڼو مور ده؛ او د بدخشان اوسېدونکې ۴۰ کلنه بصیره د ۸ لوڼو مور ده.
دوی وایي، د پرلهپسې لوڼو د زېږون له امله سره له دې چې مېړونه یې د دویم واده کولو ګواښ ورته کړی، له فزیکي تاوتریخوالي سره هم مخ شوي.
«زما مېړه څو څو ځله ووهلم ځکه چې ټول ماشومان کې نجونې دي. هغه همیشه ماته وایي: ته ولې لکه خپلې مور تل لوڼې زېږوې؟ د مېړه د کورنۍ غړي هم په لوړ او ټیټ غږونه وايي چې ته “یوازې نجونې زېږوې” وایي باید ستا ملا داغ کړو، څو نور لوڼې پیدا نه کړې، ان مېړه ته مې وايي چې بله ښځه وکړه.»
«د مېړه کورنۍ او د هغوی نور خپلوان تل راته وایي چې تا زوی نه دی زېږولی. هغوی وايي چې نجلۍ خو د بل د کور ده. زوی زېږول مهم دي ځکه زوی وارث دی، څو ځله ما سره فزیکي تاوتریخوالی هم شوی، مېړه مې وایي، که دې دا ځل بیا زوی ونه زېږاوه، بیا به خپله را ته ښځه کوې.»
هغه مېندې چې یوازې لوڼې لري، یوازې فزیکي او لفظي تاوتریخوالي سره نه مخ کیږي، بلکې دغه ښځې په جدي رواني او روحي فشارونو هم اخته دي چې د هغوی د رواني روغتیا او د ژوند په کیفیت یې منفي اغېز کوي.
فاطمه چې د بدخشان اوسېدونکې ده او د اوو لوڼو مور ده، د زوی نشتوالي په اړه د رواني فشارونو په اړه وایي: «تل راته ویل کېده چې باید زوی زېږوې، دې ډېره ځورولم، داسې احساس مې کاوه لکه زه چې هیڅ نه یم، ډیر ځله مې روحي وضعیت خراب شو او ځینې وختونه مې احساس کاوه چې زه هېڅ د ښځې په توګه نه حسابیږم.»
دې سره، د نسایي-ولادي یو شمېر ډاکټران وایي، که څه هم ښځې د جنین د جنسیت په ټاکلو کې هیڅ رول نه لري، خو دوی څو څو ځله د هغو ښځو پر وړاندې د چلند، لفظي او کورني تاوتریخوالي شاهدان پاتې شوي چې تازه یې لورګانې وزېږولي.
په ځینو مواردو کې ان داسې هم شوي چې نوې زېږېدلې ماشومې نجونې روغتونونو کې یوازې پرېښودل شوي.
سمیرا شهیر رحیمي چې په یوه دولتي روغتون کې د نسایي او ولادي متخصصه ډاکټر ده، په دې اړه وايي: «ښځه جنین کې د جنسیت د ټاکلو په برخه کې هیڅ رول نه لري، دا کار یوازې د مېړه د جنس د حجراتو پورې تړاو لري، ځکه چې د نارینه او ښځینه جنس حجرې په وجود کې وي. له بدهمرغه زموږ په ټولنه کې د دودونو، عنعناتو او خرافاتو له امله تل ښځه ملامته ګڼل کېږي. د رحم د محیط اسیدي یا قلوي حالت هم د جنسیت په ټاکلو کې هېڅ علمي رول نهلري.»
په افغانشفا روغتون کې ډاکټره سعیده مومند او د ملالي روغتون متخصصه ټرېنره زرغونه محبت په دې اړه زیاتوي: «د جنین جنسیت ټاکل همیشه مېړه پورې اړه لري. ډېری د ناروغانو کورنۍ د لوڼو زېږون وروسته وایي چې بیا یې هم لور وزېږوله. موږ لیدلي چې هغه ښځې چې عملیات کوي او لور زیږوي، د کورنیو غړي یې ډېر خپه کېږي او ان ناروغ ته وایي چې ‘ته مو عملیات هم کړې، خو بیا دې هم لور وزېږوله.»
«له بدهمرغه موږ څو څو ځله له ښځو سره د ناوړه لفظي چلند شاهدان یو. یوه ناروغه مو چې لور یې وزېږوله، د هغې د کورنۍ غړي ورسره په روغتون کې جګړه وکړه. موږ هڅه وکړه چې حالت آرام کړو، خو یوازې څو دقیقې وروسته چې بل ناروغ ته ورغلم، ومې لیدل چې لور یې په روغتون کې پرې اېښې او مور یې پرته له دې چې د زېږون وروسته اړینه پاملرنه ترلاسه کړي، روغتون څخه تللې. له بدهمرغه، موږ ډېرې داسې پېښې لیدلي.»
دې سره یو شمېر دیني عالمان او د ښځو د حقونو فعالان ټینګار کوي چې اسلام دین کې د ښځو او لوڼو لوړ مقام ته په پام، د عامه پوهاوي زیاتول او د قوانینو پلي کول کولی شي، د ښځو پر وړاندې موجوده نابرابري له منځه یوسي.
دیني عالم عطاءالحق انس په دې اړه وايي: «اسلام ښځې له جاهلیت، غلامۍ او ژوندي ښخولو څخه د کرامت، فعالې ټولنیزې ونډې او لوړ مقام لور ته پورته کړي. الله تعالى په سوره تکبیر، ایت ۸ کې فرمایي چې د هغو لوڼو پوښتنه کېږي چې ژوندي ښخې شوې وې چې په کوم جرم وژل شوي. نن ورځ له دې پاکې آیت څخه دا پیغام اخلو چې هره لور چې استعداد یې ځپل شوی، تحقیر شوې یا د انسانۍ کرامت او آزادۍ یې له پامه غورځول شوې، دغه آیت کولی شو د نوې مودې پېغام وګڼو چې د تېرو ظلمونو یادونه کوي او هغو کسانو ته خبرداری ورکوي چې نن ظلم کوي.»
د ښځو حقونو فعاله حمیرا فرهنګیار وایي: «له بدهمرغه موږ په داسې ټولنه کې ژوند کوو چې هلته د لور لرل په لرې پرتو سیمو کې لکه یو شر ګڼل کېږي. سره له دې چې ښځې په اسلام کې لوړ مقام لري، باید د حج او اوقاف وزارت په دې اړه زیات پام وکړي او په خطبو کې د ښځو د حقوقو په اړه د اسلام له لیدلوري خبرې وکړي، څو د خلکو دا تیاره ذهنیت روښانه شي. باید ځانګړي او مشخص حمایوي قوانین جوړ شي چې د ښځو او لوڼو ملاتړ وکړي.»
د یادونې ده چې هر کال د اکتوبر په ۱۱مه نېټه د نړۍ په کچه «د لور نړیواله ورځ» لمانځل کېږي؛ هغه ورځ چې د لور په حقونو او او د هغوی په وړتیاوو ټینګار کوي. خو افغانستان کې دودونه، ناسم باورونه او ټیټ پوهاوی لا هم په کورنیو کې د هلک او نجلۍ ترمنځ تبعیض ژوروي.
د نړیوالو سازمانونو د راپورونو پر اساس، افغانستان هغه هېواد دی چې ښځې او لوڼې پهکې له خپلو اساسي حقوقو بېبرخې دي.


