د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنتونیو ګوترېش، د «ګرځندوۍ نړیوالې ورځې» په مناسبت هېوادونو ته بلنه ورکړې چې له دې صنعت څخه د تحول، مقاومت، پایښت او پرمختګ لپاره ګټه واخلي.
ګوترېش نن (شنبه، تلې پنځمه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې ګرځندوی نوې کارموندنې رامنځته کوي، سیمهییز اقتصاد پیاوړی کوي او د ټولنې په پراختیا کې مرسته کوي.
هغه زیاته کړې: «ګرځندوی کولای شي هغو ځایونو او ټولنو ته هم زیان ورسوي چې پرې درناوی کیږي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ملګروملتونو عمومي منشي همدارنګه ویلي چې د اقلیمي ناورین او نابرابریو په منځ کې، ګرځندوی کولای شي د مثبت بدلون ځواک وي.
د یادونې وړ ده چې د ملګروملتونو لهخوا د ۱۹۸۰کال د سپتمبر په ۲۷مه نېټه د نړۍ د ګرځندوی ورځ د دې لپاره ټاکل شوې وه چې د ګرځندوی د رول او اهمیت په اړه نړیواله پوهاوی لوړ شي او د دې صنعت په ټولنه، اقتصاد، فرهنګ او چاپېریال باندې اغېز ته پام وشي.


