د پکتيا د اوبو انرژي رياست مسوولان وايي چې د یاد ولایت په زرمت ولسوالي کې د څه باندې ۱۵ميليونه افغانیو په لګښت دری پروژې بشپړې او ګټې‌اخيستنې ته وسپارل شوې.

د پکتيا د اوبو او انرژي ريس محمدکريم فاتح د يادو پروژو پرانيستې مراسمو کې وويل چې دغه پروژې د ملګروملتونو د پراختيايي پرګرام (يو‌اين‌ډي‌پي) په مالي مرسته د اقليمي بدلون سره د مبارزې لپاره پلې شوې چې په‌کې يو چک‌ډيم، يو کاريز او دوه کانالونه شامل دي.

د اوبو او انرژي رییس کریم فاتح وويل: «په يادو پروژو کې د حسين‌خېلو سيمې د بيټکې چکډيم دي چې ۱۳۶ اوږدوالی او ۵ متره لوړوالی لري چې ۱۳۵۰۰ متره مکعب اوبه ذخيره او ۳۵۰ هکتاره ځمکه خړوبوي.»

هغه دغه‌راز وويل چې د شولګډ کاريز او ترڅنګ یې د ۱۴ متره په اوږدوالي سربند او۱۷۶متره کانال جوړ شوي. «همداشان د برملايانو د اوبو حوض او کانال جوړ شول.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د يادو پروژو پرانيستې مراسمو کې د اوبو او انرژي سرپرست ملا عبدالطيف منصور وويل چې د هېواد په کچه د وچکالي له امله خلک له ستونزو سره مخ دي. هغه وويل چې اوسنی حکومت د وچکالي او اقليمي بدلون سره مبارزې برخه کې د اوبو د ضايع کېدو لپاره يې لسګونه پروژې پلې کړي دي.

نوموړي وويل چې روان کال هم پلان لري چې په ۲۷ بندونو چارې پيل کړي. د يادو پروژو په بشپړيدو سره به ۱۱۵۰ کورنۍ ترې استفاده وکړي.
د يادو پروژو په جوړېدو سره د سيمې اوسېدونکو خوښي څرګندوي او وايي، په دې سره به يې ډېری کرنيزې ځمکې خړوبې شي.

هغوي وويل چې د وچکالي د له مینځه وړلو لپاره دې د اوبو لوی بندونه جوړول اړين دي.

د يادونې وړ ده چې د اوبو انرژي رياست په لجه منګل او څمکنيو ولسواليو کې په خپله شاوخوا څلور ميليونه افغانيو بوديجه باندې د هايدرولوژي دوه سټيشنونو جوړولو چارې هم پيل شوې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام