د کونړ مرګونې زلزله؛ د مړو شمېر ۲۲۰۵ او د ټپیانو ۳۶۴۰ ته پورته شوی

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، کونړ کې د شوې زلزلې د مړو شویو شمېر ۲ زره او ۲۰۵ او د ټپیانو ۳ زره او ۶۴۰ ته پورته شوی.
د هغه په وینا، د ژغورنې او پلټنې هڅې لا هم دوام لري، په مختلفو سيمو کې خلکو ته خيمې نصب شوي او د لومړنيو او عاجلو مرستو انتقال په منظم شکل جريان لري.

قطر څلورو الوتکو کې د کونړ زلزله‌ځپلو ته مرستې استولي

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي چې څلورو الوتکو کې یې د کونړ او ننګرهار زلزله ځپلو ته بشري مرستې استولي.

د دغه وزارت اعلامیه کې کې راغلي چې مرستو کې یې خوراکي توکي، درمل او سرپناه شاملیږي چې تېره ورځ چهارشنبه کابل ته رسېدلي.

دغه مرستې د نړیوالو همکاریو په چارو کې د قطر د دولت وزیرې مریم بنت‌ علي بن ناصر المسند په مشرۍ د یوه پلاوي له لوري لېږدول شوي.

حوثیانو د ۲۴ ساعتونو پرمهال پر اسراییلو درې توغندیز بریدونه کړي

د یمن د حوثي ځواکونو پوځي ویاند یحیی سرېع وايي چې د دوی ځواکونو د «فلسطین-۲» په نوم بالېستیک توغندي باندې اسراییلو کې یو مهم ځای په نښه کړی دی.

سرېع نن پنجشنبه سهار (د وږي ۱۳مه) په خپور شوي بیان کې ویلي چې دا برید «په بریالیتوب سره ترسره شوی او د اسراییلو ګڼ‌شمېر اوسېدونکي یې، پناه ځایونو تلو ته مجبور کړي دي.»

پوتین اوکراین ته: د خبرو فرصت لرئ، ګنې جګړه به په زور ختمه کړم

د «رویټرز» د راپور له مخې، پوتین چې په بیجینګ کې د خپل سفر پای ته رسېدو پرمهال خبرې کولې، وویل: «موږ د تونل په پای کې رڼا وینو» په ځانګړي ډول د هغه څه له امله چې نوموړي د امریکا د «رښتینو هڅو» ستاینه وکړه چې غواړي د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د اروپا ترټولو لویې ځمکنۍ جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

لوګر کې په ۲۰۰زره ډالرو د دوو سربندونو د جوړېدو چارې پيل شوې

د دغه ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ریيس مولوي شیراقا پیرحبیب‌الرحمن په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل، دغه دوه سربندونه د UNDP موسسې په مالي ملاتړ، د حرکت موسسې له لوري په ازرې او څرخ ولسوالیو کې د راتلوونکو درې میاشتو په موده کې د شاوخوا دوه سوه زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت بشپړېږي.

له کندهار څخه هند ته ۱۲۵ ټُنه مڼې صادرې شوي

د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي چې د لومړي ځل لپاره له کندهار څخه د ایران د چابهار بندر له لارې هند ته ۱۲۵ ټُنه مڼې صادرې شوې دي.

د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نبات ژغورنې مدیریت مسوولان وایي چې دغه صادرات د کرنې ریاست او د سوداګرۍ خونې په ګډه همکارۍ شوي دي.

خوست کې ۱۳۰ کسان مسموم شوي

د خوست ځايي مسوولان وايي، د ځاځي‌میدان ولسوالي «شمسي» سیمه کې د خیرات ډوډی مراسمو پر مهال ۱۳۰ کسان مسموم شوي. د خوست د ولايت