په ۱۶ ولایتونو کې له ۷۱ ښځو سره د سلام‌وطندار د مرکو موندنې ښيي چې تر نیمايي زیاتې ښځې په ورځني ژوند کې د یوازېتوب د احساس کولو، په خپل نفس د باور کمېدو او د انزوا اصلي لاملونه کورني او ټولنیز محدودیتونه بولي.

د دغو موندنو پر اساس، ۴۱ ښځو ویلي چې لګول شوي محدودیتونه او سخت ټولنیز او اقتصادي شرایط لامل شوي چې د یوازېتوب احساس یې پیاوړی شي.

د لغمان اوسېدونکې الهه چې یو کال کیږي چې یوې خصوصي موسسې کې کار کوي وايي:

«که څه هم زه دنده لرم، خو د خفګان احساس کوم. فکر کوم چې د خپلې خوښې ټولنیزې اړیکې مې نه‌دي جوړې کړې. د ژوند ډېرې پرېکړې ما پخپله نه دي کړي، بلکې کورنۍ زما پر ځای پرېکړې کړي. ډېر وخت د محدودیت او یوازيتوب احساس لرم، په ځانګړي ډول هغه مهال چې همکاران مې د خپلو پرمختګونو خبرې کوي.»

له کابل څخه ۲۳کلنه زلفا عالمي چې د خبریالۍ څانګه کې یې زده‌کړې کړي او اوس خیاطي کوي وايي، دا چې د خپلې کورنۍ او دوستانو له لوري یې ملاتړ نه کیږي، د یوازېتوب احساس کوي.

«زه د یوازيتوب احساس کوم، دی چې د ملګرو، خپلوانو او په ځانګړي ډول د کورنۍ له‌خوا مې ملاتړ نه‌دی شوی. هغه محدودیتونه چې زما له‌خوا د کورنۍ له لوري وضع شوي وو، موږ تجربه کړل. د همدې محدودیتونو له امله ونه توانېدم خپلې دندې ته دوام ورکړم، اوس هم په کور کې یم. ځان مې د خیاطۍ له لارې بوخت ساتم، څو له هغو هیلو او ارمانونو چې لرل مې، لرې پاتې شم.»

همدا ډول له بامیان څخه ۲۴کلنه فروزان چې د لاسي صنایعو یوه کارخونه کې کار کوي وايي، سره له دې چې ښه کار او عاید لري، خو د پرمختګ فرصتونو له لاسه ورکولو او خپلو موخو ته د نه رسېدو په دلیل، د خلکو ترمنځ د یوازېتوب احساس کوي.

«یو له هغو دلیلونو چې زه خپله ځان یوازې احساسوم، نورو خلکو سره د ځان پرتله کول دي. کله چې خپل ژوند د نورو له ژوند سره پرتله کړم، یا کله چې خپلو هدفونو، هیلو او پلانونو ته نه یم رسیدلی، دا ټول لامل کیږي چې زه یوازېتوب احساس کړم.»

د کورني ملاتړ نه‌شتون او د هغوی د غوښتنو ځپل، یوازې د ښځو د یوازیتوب احساس لامل نه دی، دغه راپور کې له ۷۱ مرکې شوو ښځو څخه ۴۱ هغه ټولنیز محدودیتونه، د تفریحي ځایونو نشتوالی، تعلیمي او کاري محدودیتونه او اقتصادي ستونزې د یوازیتوب احساس له مهمو لاملونو څخه بولي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د فاریاب اوسېدونکې ۱۹ کلنه لېدا امیني چې د قابلګۍ له څانګې فارغه ده، ټولنیز او کاري محدودیتونه او د فرصتونو له لاسه ورکول د یوازیتوب اصلي عوامل بولي:

«مونږ د ټولنیزو محدودیتونو له امله ډېر فرصتونه له لاسه ورکړي، لکه تعلیمي فرصتونه، کاري فرصتونه او د ازادۍ فرصتونه. دغه محدودیتونه موږ ته اجازه نه‌راکوي چې په ژوند کې پرمختګ وکړو. د تفریح، زده‌کړې، سیاحت او کاري ځایونو نشتوالی زموږ پر احساساتو ژور اغېز لري.»

له تخار ولایت څخه ۲۲ کله رونا وايي، د زده‌کړیالۍ دورې له پایته رسولو وروسته، ټولنه کې د نجونو پرمختګ لپاره د محدودو فرصتونو په دلیل، د وروسته پاتې او یوازېتوب احساس کوي.

«زه تل د یوازیتوب احساس کوم او دا احساس راته ډېر خفه کوونکی او زهرجن دی. د ټولنیزو محدودیتونو له امله چې موږ په ژوند کې درلودل، مونږ ډېر ښه کاري فرصتونه له لاسه ورکړل.»

دغه راپور کې مرکه‌ شوې ښځې د کورنیو او ټولنې له لوري تحمیل شوي محدودیتونه نه‌یوازې د خپل یوازېتوب اصلي لامل بولي، بلکې یوشمېر هغوی ټینګار کوي چې دغه فشارونه لامل شوي، ترڅو هغوی خپګان وکړي او په خپل ځان یې باور راکم شي.

له جوزجان ولایت څخه ۱۹ کلنه مسعوده وايي، ژوند کې یې شته محدودیتونو د هغې د یوازېتوب احساس پیاوړی کړی او دغه احساس لامل شوی چې هغه انزوا سره مخ او په خپل ځان باور له لاسه ورکړي.

«په ځان باور مې کم شوی، نور نه‌شم کولی د خلکو ترمنځ راحته خبرې وکړم، کله چې ونه شو کولی یو ځای ته لاړ شو یا یو کار وکړو، انسان انزوا سره مخ کیږي، مونږ راتلونکې ته هیله نه‌لرو.»

اخوا، ځینې ارواه‌پوهان باور لري چې د کورنۍ له لوري ښځو ته نه‌پام او د هغوی نه‌درک کول د خپګان، اضطراب او پر ځان د هغوی د باور کمزوري کېدو لامل کیږي او په ځینو حالتونو کې دې ته لاره هواروي چې ښځې ان ځان ته د زیان رسولو هڅه وکړي.

ارواه‌پوهه زهرا قیومي وایي چې د خلکو ترمنخ د یوازیتوب احساس په اوږدمهال کې کولی شي د ښځو رواني روغتیا ته جدي زیان ورسوي.

«د نجونو د یوازیتوب اصلي دلیل هغه محدودیتونه دي چې د کورنۍ له خوا لګول کېږي، خو تر ټولو مهم يې دا دی چې هغوی سم نه‌درک ‌کېږي، د هغوی نظرونه ته پام نه کېږي او کم ارزښته ګڼل کېږي، یان داسې انګېرل کېږي چې د هغوی نظرونه ارزښت نه‌لري. همدا احساس د ښځو ترمنځ د یوازېتوب احساس رامنځ ته کوي چې پایله یې د ژور خپګان، اضطراب په څېر جدي ستونزې لري او ان ځینې ښځې ځان وژنې ته اړ باسي.»

همدارنګه، بل ارواه‌پوه شفیق‌الله انصار باور لري چې په کورنۍ او کاري چاپېریال کې د ښځو ملاتړ کولی شي د هغوی رواني روغتیا ښه کړي او د یوازیتوب احساس څخه د وتلو لاره پرانیزي.

«داچې ښځې په کورنۍ او کاري چاپېریال کې ځان بې‌ارزښته ونه‌ګڼي، لومړی باید له کورنۍ پیل شي، د کورنۍ غړي باید له ښځو سره په همدردۍ او ملاتړ کې ودریږي او په کاري چاپېریال کې هم باید مشران د ښځو حساسیتونه په پام کې ونیسي، څو ښځې ځان ارزښتمنې احساس کړي او د یوازیتوب او بېچارګۍ احساس یې له ذهن څخه لرې شي. که ښځې په ټولنه کې خپل سهم ولري، بې‌شکه ټولنه به له پراختیا او پرمختګ ډکه وي.»

ځینې ټولنپوهان هم باور لري چې نارینه‌واکه ټولنې او لیدلوري د ښځو رول کمزوری کړی او بېلا بېلو برخو کې د ښځو د انزوا، د غوښتنو سانسور او د فعالیتونو محدودیت لامل شوی.

ټولنپوه ضیا نیکزاد وايي: «نارینه‌واکه لیدلوری یوه دودیزه نظریه ده چې په کې تر ډېره ښځې په کور کېنول کیږي او د هغوی فعالیتونه له پامه غورځول کیږي، ښځې له انزوا سره مخ کوي، له رواني او روحي اړخه هغوی له ټولنیزو فعالیتونو، سیاسي او کلتوري برخو څخه بې برخې کوي. دا وضعیت په کورنۍ او ټولنه کې د فقر د زیاتوالي لامل ګرځي.»

د ښځو د حقونو فعالان وايي چې کورنۍ کې د سالمې فضا نه‌شتون او د ټولنیز ملاتړ نه‌شتوالی ټولنه کې د ښځو د پرمختګ بهیر له ننګونو سره مخ کړی.

د ښځو د حقونو فعاله حسنا روفي وايي چې افغانستان کې پر ښځو لګېدلي فشارونه او محدودیتونه د هغوی د فردي او ټولنیز پرمختګ زمینه له منځه وړي او پر ځان یې د هغوی باور راکم کړی.

«کله چې په کورنۍ کې د ښځو لپاره مینه او عاطفي ملاتړ موجود نه‌وي، نو نجونې پر ځان باور له له لاسه ورکوي او نه‌شي کولی په ټولنه کې خپل ځان تصور کړي. د خپلواکو پرېکړو کولو، ټولنیز ګډون او د اهدافو د تعقیب وړتیاوې یې محدودېږي او د بندو چوکاټونو تر اغېز لاندې راځي. افغانستان کې ښځې له اوږدې مودې راهیسې او په ځانګړي ډول په اوسنیو شرایطو کې، د ټولنې او کورنیو لخوا تر ډېره له پامه غورځول کېږي.»

له دې سره، د امر بالمعروف او نهی‌عن المنکر وزارت د ښځو پر حقونو د اسلام ټینګار ته اشاره کوي او وايي، د ښځو حقونو په اړه یې د کورنیو لپاره په جوماتونو، ولسوالیو او کلیو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه پیل کړي دي.

د امر بالمعروف او نهی‌عن المنکر وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر په دې اړه سلام‌وطندار ته وایي:

«د امر بالمعروف وزارت ټولې هڅې په دې متمرکزې دي چې خلک د الله تعالی عبادت ته وهڅوي او له هغو رواجونو او دودونو څخه یې منع کړي چې اسلام اجازه نه‌ده ورکړې. د دې وزارت له اساسي مسؤلیتونو څخه یو هم د کورنیو، وروڼو، میړونو او پلرونو د پوهاوي کچه لوړول دي، څو د ښځو پر حقونو پوه شي. مسوولان هڅه کوي چې له بېلا بېلو لارو، په ځانګړي ډول د دعوت له لارې، د ټولنې د عامه پوهاوي سطحه لوړه کړي او دې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي.»

د یادونې ده چې د ۲۰۲۵ کال د جون په ۳۰مه د روغتیا نړیوال سازمان د ټولنیزو اړیکو کمېسیون د راپور له مخې، نړۍ کې له هر شپږو کسانو څخه یو یې د یوازیتوب احساس تجربه کوي.

د یوازېتوب دغه احساس د ځوانانو او تنکیو ځوانانو ترمنځ تر ټولو لوړ دی او له ۱۷ تر ۲۱ سلنې پورې رسیږي.

همداراز، نسبت پرمختللو هېوادونو ته د ټیټ عایدلرونکو هېوادونو وګړو ترمنځ د یوازیتوب احساس کچه لوړه ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام