د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نجیبالله حیات حقاني لوګر ته د یوه سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د مخابراتو او انټرنټې خدماتو څخه د څارنې او پياوړتیا لپاره سفر کړی دی.
حقاني د لوګر په مقام کې جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، د خلکو اړتيا او مخابراتي برخه کې د ستونزو د حل په موخه دغه ولایت کې سږکال د بېلابېلو مخابراتي کمپنیو ۴۸ نوي مخابراتي سايټونه پرانېستل کېږي.
حقاني همدارنګه وویل، د ا.ا واک ته رسېدو سره سم هېواد کې د مخابراتو برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوې او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هڅه کوي چې د لوګر په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته غوره ټېلفوني او انټرنېټې خدماتو د وړاندې کولو اسانتیاوې برابري کړي.
بلخوا د لوګر والي مولوي ضیاالرحمن مدني وویل، لوګر لروپرتو سیمو اوسېدونکي اوس هم ټیلفونې او انټرنېټې بشپړو خدماتو ته لاسرسی نهلري او اړتیا ده چې مخابراتو وزارت د لوګر لروپرتو ولسوالیو او کلیو ته خپل خدمات ورسوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته مهال د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي رییس، مولوي مطیعالله عابد وویل چې تېریو درېوو کلونو کې په دې ولایت کې ۱۸ نوي سایټونو د فعالولو او د ۳۰ سایټونو له 3G نه 4G ته لوړولو ترڅنګ، ۱۴.۵ کیلومتره نوري فایبر غځول شوی دی.
د يادونې ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست پکتيا ته د سفر پر مهال هم ويلي و چې ياد ولايت کې به هم روان کال ۴۸ نوي مخابراتي سايټونه جوړ شي.


