چین د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر د څرګندونو په غبرګون کې هغه هېواد ته خبرداری ورکړی چې د تایوان مسلې په اړه «له اور سره لوبې» ونه‌کړي.

د امریکا  دفاع وزیر پیټ هېګسیت په سینګاپور کې د یوې لوړې کچې سرمشریزې پرمهال چین سیمې ته ګواښ وباله.

هېګسیت د «شنګري لا ډیالوګ» ته ویلي چې چین د اسیا ځواک توازن بدلولو په موخه د پوځي اقدام لپاره په باوري ډول چمتووالی نیسي او پر تایوان د برید له امله یې، بېجېنګ تورن کړ.

چین تایوان د خپل هېواد یوه برخه ګڼي او خبرداری یې ورکړی چې دغه هېواد سره د یوځای کېدو لپاره به له خپل ټول ځواک کار واخلي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


تایوان بیا د چین دا ادعاوې ردوي او وايي، یوازې د دې جزیرې اوسېدونکي کولای شي، خپله راتلونکې وټاکلي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د یادو څرګندونو په غبرګون کې همداراز د تایوان مسله خپله کورنۍ مسله یاده کړې او بهرنیو هېوادونو ته یې، خبرداری ورکړی چې له دې مسلې د فشار په توګه ګټه وانخلي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي: «امریکا باید د چین د کنټرول لپاره د تایوان مسلې څخه د معاملې کولو د یوې وسیلې په توګه کار وانخلي او نه هم باید له اور سره لوبې وکړي.»

یاد وزارت همداراز په اسیا کې د امریکا اقدامات د «باروتو بشکې» ته پرتله کړي دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام