Asset 1SWN

د لوګر مسوولان: د نویو لرغونو سیمو کشف لپاره مو څېړنې پیل کړي

لوګر لرغونې سیمې

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیع‌الله صمیم وویل، مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د لرغونو سیمو او اثارو په اړه تازه څېړنې کیږي.

دی وايي، دغه څېړنې د نویو لرغونو سیمو کشف او د کشف شویو لرغونو سیمو او اثارو په اړه د لا زیاتو مالوماتو راټولولو په موخه ترسره کیږي.

ده وویل، دغه څېړنې به د روان لمریز کال تر پایه بشپړې شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اطلاعاتو او فرهنګ رییس له فرهنګ‌پالانو، لیکوالانو او عامو خلکو وغوښتل چې په خپلو سیمو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له کارکوونکو سره مرسته وکړي.

لوګر کې دامهال ۱۲ لرغونې سیمې، ۱۶ تاریخي ابدې، ۲۰ تاریخي کلاوې او ۱۹ زیارتونه له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره ثبت دي چې ډيری یې بیارغاونې او ساتنې ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام