د ننګرهار ځايي مسوولان وايي، د روانې اپرېل میاشتې تېرو ۲۷ ورځو کې د تورخم له لارې پاکستانه شاوخوا ۱۲ زره کورنۍ چې ۷۰ زره کسان کیږي، په جبري توګه را اېستل شوي دي.
دوی وویل، راستنو شویو کې داسې کورنۍ هم شته چې پاکستان کې یې د اوسېدو قانوني اسناد لرل، خو بیا هم هېواد ته راګرځول شوي.
تورخم کې د کډوالو د لېږد آمر بخت جمال ګوهر وایي، راستنو شویو کډوالو ته یې په تورخم «عمري کمپ» کې ټولې اسانتیاووې برابرې کړي او د ثبت تر پروسې وروسته ورته خدمات وړاندې کیږي.
هغه وویل: «شاوخوا ۱۲زره کورنۍ راغلي چې ۷۰زره افراد کیږي، په دې کورنیو کې اسنادلرونکي کورنۍ هم دي او بې اسناده کورنۍ هم دي چې اسناد لرونکې کورنۍ مونږ UNHCR ته معرفي کړي او بېاسناده کورنۍ مو د کډوالۍ نړیوالې ادارې ته معرفي کړي. دغه ټولې کورنۍ اسلامي امارت سپورټ کړي او ترانسپورتي امکانات یې هم ورته ورکړي. مرستې یې ورسره کړي دي.»
ورته وخت له پاکستانه په جبري ډول راستانه کړل شوي افغانان وایي، له ۴ لسیزو وروسته بیرته خپل هیواد ته راستنیږي، خو په وینا یې دلته د هستوګنې لپاره ځای او د خپل ورځني ژوند پرمخ وړلو لپاره کاروبار ته اندیښمن دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د مزار شریف اوسېدونکی عبدالباقي له اوږدې کډوالۍ وروسته بیرته خپل هېواد ته راستون شوی.
دی وایي، داسې حال کې له پاکستانه را شړل شوی چې هلته یې حاصل ته د رسېدليو فصلونو ترڅنګ، لسګونه څاروي هم پاتې شوي.
«مونږ په پاکستان کې ډیر عمر تیر کړل، واده مو هملته شوی، اوه اولادونه مې هملته پیدا شوي، او په اخر کې یې داسې راوویستو چې د کډوالۍ کارت مو درلوده. بس په زور یې راوویستو ګډې او مالونه او د یو میلیون روپیو فصل مو هم پاتې شو.»
له پاکستانه په زور را اېستل شویو یوشمېر نور کډوال بیا د پاکستاني پولیسو له ناسم چلن شکایت کوي او وايي، په لاروکوڅو او بازارونه کې به یې نیول او د پیسو په بدل کې به یې بیرته پریښودل.
دوی وویل، د کورنیو غړیو ترڅنګ یې شتمني هم پاکستان کې پاتې شوې ده.
په اړه یې ملکو او محمد اسلام چې تازه له پاکستانه را اېستل شوي وايي: «۱۲۵ پسونه مې دي او هغه رانه پاتي، تراکتورونه مې هم رانه پاتي دي. یو شی هم په لاس نه دی راغلی، زنانه مو تللي پلاره کور ته، په کوهاټ کې پاتي دي او مونږ یې په زوره را واېستلو.»
«د شپې په یوه نیمه بجه یې راباندې چاپه واچوله، او ۱۰زره روپۍ یې هم رانه یوړې، په سبا باندې یې دا دی مونږ راډیپورت کړو. کارتونه مو هم درلودل او هغه یې رانه واخیستل.»
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د «پياوار» کارټلرونکو افغان کډوالو ته د روان میلادي کال د جون میاشتې تر وروستۍ نېټې له دغه هېواده د وتلو امر کړی دی.






