د ننګرهار ځایي مسوولان وایي، پاکستان په وروستیو ورځو کې د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ چټکه کړې او په تېرو ۱۱ ورځو کې یې ٧ زره افغان کډوالې کورنۍ په جبري ډول د تورخم له لارې هېواد ته را اړولي دي.
په تورخم ښارګوټي کې د کډوالو د لېږد امر بخت جمال ګوهر وایي، تازه راستنو شویو کورنیو ته یې په تورخم صفري نقطه او عمري کمپ کې اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
ده وویل: «په تېرو یوولسو ورځو کې تقریباً ٧ زره کورنۍ راغلې دي چې د افرادو شمیر یې شاوخوا ٤٠ زره کیږي. په دې کې اسناد او غیر اسناد لرونکي کورنۍ، همدارنګه ډیپورټ کورنۍ او فردي ډیپورټیان هم شته دي.»
ورته وخت کې د افغان کډوالو د موقت مېشتېدنې «عمري» کمپ مسؤول محمد هاشم میوندوال وایي، د راستنېدونکو کورنیو لپاره یې په دغه کمپ کې د خوړو منظم وېش، د صحي اوبو رسول، مخابراتي خدمات او د کډوالو ثبت او راجستر پروسې لپاره کمیټې جوړې کړي چې منظم خدمات وړاندې کوي.
هغه وویل: «مونږ په تورخم فرضي کرښه او عمري کمپ کې ټول خدمات وړاندې کوو، د اوبو مشکل حل دی، د ډوډۍ لپاره منظم پلان لرو، که ۳زره او ۴زره نفر وي، مونږ ټولو ته ډوډۍ ورکوو. د خدماتو د تنظیم کمیټه لګیا ده، نورې خیمې دروي. دا نن مو ۸۰۰ خیمې ودرولې او دا پروسه همداسې هره ورځ جریان لري، څومره چې ضرورت کیږي، مونږ ورته خدمات برابروو.»
ورته وخت کې یوشمېر راستانه شوي افغانان چې په «عمري» کمپ کې موقت میشته شوي وایي، خوښ دي چې له کلونو وروسته بیرته هیواد ته راستانه شوي، خو د دایمي استوګنې لپاره له حکومته د ځمکې او د سرپناه غوښتنه کوي.
محمد نذیر چې ۴۲ کاله عمر لري او د کندز ولایت اصلي اوسیدونکی، د پاکستان د پنحاب ایالت له ګوجرانواله سیمې راشتون شوی.
دی وایي، هلته د پاکستان حکومت د ظلم او اجباري ایستنې له امله یې کور په نیمه بیه پلورلی او وایي چې په هیواد کې د هستوګنې لپاره ځای نهلري.
«۳۷ کاله کیږي چې مونږ هلته ژوند کاوه، کارونه مو ښه روان وه، د کپړې (رخت) دوکان مو درلوده، بس ورځ یې راخرابه کړه. دوکان او کور مو په نیم قیمت خرڅ کړل. یو ورور مې لا هملته بندي دی او مونږ نور یې راوشړلو. دلته مونږ ځمکه نلرو چې کور جوړ کړو، نو مونږ ته باید دولت د کور لپاره ځمکه راکړي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د زابل اوسیدونکی چې د پاکستان له راولپنډۍ ښاره په جبري ډول راستون کړای شوی وایي، د کورنۍ څلور غړي یې لا هم د پاکستان له حکومت سره بندیان دي او دوی په ډیر بد حالت کې افغانستان ته راستانه کړای شوي. دی هم له اسلامي امارت د هستوګنې لپاره د سرپناه غوښتنه کوي او وایي چې دلته د هستوګنې ځای نهلري.
«زه یو ځل هم زابل ته نه یم تللی خپل کلی هم ندی رامعلوم. د نیکونو ځای مو هم ورک دی. د اوسیدو ځای نهلرو، دوه ورونه، یو وراره او زوی مې بندیان پاتي دي. دلته به اوس چیرته په کرایه ځای رانیسم. نو له اسلامي حکومت څخه غوښتنه کوو چې د کډوالو لپاره ځایونه توزیع کړي چې ځانته پکې ابادي وکړو.»
دا داسې مهال دی چې د کور او ښارجوړنې وزارت ویلي، په ټولو ولایتونو کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره ښارګوټي په نظر کې نیول شوي چې د ژوند ټولې اسانتیاوې به ولري.
د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني په وینا، دغه وزارت د ټولو ولایتونو لپاره د ښارګوټو نقشې ترتیب کړي چې د ډېرو هغو یې سروې او خط اچونه ترسره شوې.
د ده په وینا، د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې ګړندۍ کړي، څو د اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټو په چوکاټ کې ځمکې تشخیص، سروې، انتقال او د یو منظم پلان له مخې یې ووېشي.






