یوشمېر تقاعد شوې مېرمنې وايي، له تېرو درېوو کلونو راهیسې، خپل تقاعد نهدی اخیستی چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
دغه مېرمنې سلاموطندار ته وايي، که څه هم سرپرست حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې د تقاعد حقوق به یې ورکړي، خو په وینا یې، د درېوو کلونو په تېرېدو یې، لا هم نهدی ترلاسه کړی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
۴۵کلنې رونا چې ۱۰ کاله یې، د ښوونکې په توګه دنده کړې او ۵ کاله کېږي چې تقاعد شوې وايي، د تقاعد په حقونو یې تر یوه ځایه د کور ستونزې حل کولې؛ خو له درېوو کلونو راهیسې د تقاعد حقوق نهدي ورکړل شوي.
رونا له مسوولانو غواړي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي. «موږ هېڅ خپله تقاعدي نهده اخيستې او هېڅ خبر هم نهلرو. کله چې موږ د خپلې تقاعدي لپاره ورشو، راته وايي، له تقاعدي څخه هېڅ کوم خبر نهشته او ډېر وخت وشو چې تقاعدي مو نه ده اخيستې. زه خپله د کور سرپرسته يم، اولادونه مې دي، مېړه مې شهيد شوی، په کرايي کور کې ژوند کوم، هېڅ نه پوهېږم چې څه وکړو، څه وخورو، زما یتیمان ماشومان څه وخوري، ډېر وخت کېږي چې په يوه کور کې کاریګره يم، جامې مینځم.»
د تقاعد شویو مېرمنو په وینا، د خپلو کورنیو د اړتیاوو پوره کولو لپاره اړ شوي چې ان د کور توکي وپلوري.
۵۷کلنې نظیفې هم شاوخوا ۲۵کاله حکومت کې کار کړی؛ خو اوس تقاعد شوې او سختو اقتصادي ننګونو سره مخ ده. «دوی ولې زموږ د تقاعدي پيسې نه راکوي، له خپل جیب څخه خو یې نه راکوي! دا زموږ حق دی، زموږ له تنخواو څخه ګرځول شوي، بايد زموږ پيسې موږ ته راکړي. زه په کرايي کور کې ژوند کوم، په کور کې هېڅ شي پاتې نه شول چې ما دې نه وي خرڅ کړي. خپله مريضه يم مېړه مې هم متقاعد دی، په کور کې بل هېڅ کاريګر نه لرم. له اسلامي امارته غواړم چې زموږ پيسې موږ ته راکړي. ۳ کاله کېږي چې دوی راته همدا خبره کوي.»
صابره چې ښوونکې ده او دا او خاوند یې تقاعد شوي، سلاموطندار ته وايي، تمه یې لرله چې د تقاعد په پیسو به خپلې اړتیاوې برابرې کړي، خو په وینا یې، اوس حیران دي.
د هغې په وینا، د تقاعد پیسې، د دوی حق دی او بايد ورکړل شي. «زه خپله هم متقاعده يم، مېړه مې هم متقاعد دی، کله چې يو مامور يوه ښوونکې يا دولتي کارمند څلوېښت کاله کار وکړي دایې مسلم حق دی چې بايد یې امتياز ورکړل شي. نه دا چې ووايي چې ګناه ده. ايا روزي واخېستل ګناه ده!؟ موږ په څلورلارې کې بند پاتې یو، موږ انسانان يو، خواراک لرو پوښاک لرو، ناذوغيانې لرو اوونۍ کې دوهځله روغتون ته ځو. ستونزې ډېرو لرو، خدای دی وکړي چې لوړپوړي چارواکي زموږ غږ واوري.»
د تقاعد شویو ټولنه وايي، تقاعد د حقونو ورکړې لپاره یې د ریاستالوزرا په ګډون د سرپرست حکومت بېلابېلو ادارو سره خبرې کړي، خو غږ یې نهدی اورېدل شوی.
د تقاعد شویو ټولنې مشر افندي سنګر وویل: «حقوق یې نهدي ورکړل شوي، نه یې نر ته ورکړي او نه ښځينه ته، درې کاله کېږي چې موږ په مختلفو پلمو غولوي، دا اخېرو وختو کې زه ان تر کندهاره پورې تللی یم. له ټولو وزیرانو سره ما له نېږدې ملاقاتونه کړي. دغه مشکلات موو چارواکو ته رسولي، خو تراوسه ستونزه نه ده حل شوې. پاتې ده ترڅو چې امیرالمومینین امر ونهکړي. »
د تقاعد شویو مېرمنو د حقونو ورکړې په اړه د مالیې وزارت مسوولان وايي، د تقاعد حقونو د ورکړې طرحه یې د سرپرست حکومت مشرتابه ته استولې او له لار ښوونې ورسته به دې برخه کې اجرات وشي.
د یاد وزارت ویاند احمدولي حقمل وویل: «د تقاعد د ورکړې یا نه ورکړې په برخه کې تر اوسه د مشرتابه عالي مقام څخه هېڅ ډول هدایت د ماليې وزارت ته نه دی راغلی. ماليې وزارت ته چې د مشرتابه عالي مقام څخه ډول هدایت راشی، ان شاالله هغه ډول اجرائت به کېږي.»
تقاعد شوې مېرمنې داسې حال کې له سرپرست حکومت د خپلو حقونو د ترلاسه کولو غوښتنه کوي چې د اسلامي امارت مشر له مالیې وزارته غوښتي چې تر دې وروسته د دولتي کارکوونکو له تنخواو د تقاعد پیسې ونهګرځوي.
د مالیې وزارت د شمېرو له مخې، دغه وزارت سره نږدې ۱۴۹زره متقاعدین ثبت دي چې ۱۰ زره یې ښځې دي.