Asset 1SWN

د شخصي او ژېړرنګه ټکسي موټرچلوونکو ته خبرداری؛ «دوو میاشتو کې یې رنګ کړئ»

موترهای-تکسی-زرد-qs7ltgidqe7gb0827tegv7m4qk6r0ce34g6rh8c8so

د ټرافیکو عمومي ریاست اعلان کړی چې شخصي او ژېړرنګه ټکسي موټرچلوونکو ته یې دوه میاشتې نور وخت ورکړی چې رنګ یې بدل کړي. خو یوشمېر هغه موټرچلوونکي چې په کابل ښار کې په ژېړرنګه ټکسیو او شخصي موټرو کې مسافر لېږدوي را لېږدوي، د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو له عمومي ریاست څخه غواړي چې د دغو موټرو د بندولو پر پرېکړې له سره غوره وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

۷۰ کلن اسماعیل چې له څلوېښتو کلونو راهیسې له میرویس میدان یا کوټه‌سنګي څخه د پامیر سینما ته په ژېړرنګه ټکسي کې مسافر لېږدوي وايي، د اووه‌کسیزې کورنۍ سرپرست دی او د ټکسي رنګ بدلولو وسه نه‌لري.

نوموړی زیاتوي: «که په دغه موټر کار ونه کړم، څه به رانه جوړ شي؛ نه فلکې ته تللی شم او نه رنګمالي کولای شم. مسوولان باید فکر وکړي او خلکو ته کار پیدا کړي. زه د دغه وضعیت په زغملو خوښ نه یم، مسوولان باید پر خپلې پرېکړې بیاکتنه وکړي.»

په کابل کې يو بل موټرچلوونکى راشد هم د ټرافيکو عمومي رياست له مسوولانو څخه غواړي چې په ژېړو ټکسيو او شخصي موټرو کې د مسافرو لېږدولو مخه ونه نیسي.

هغه وايي: «حکومت دې له خلکو سره ګوزاره وکړي؛ اوس د حکومت لاس هم تش دی او د خلکو لاس هم تش دی. بودیجه نشته؛ که وای، خوشحالېدو چې رنګ یې کړو، خو پیسې نه‌لرو او غوښتنه مو دا ده چې لږ ګوزاره وکړي.»

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو عمومي ریاست مسوولان وايي، د شخصي موټرو او ژېړو ټکسيو خاوندانو ته د خپلو موټرو د رنګ بدلولو لپاره دوه میاشتې نور وخت ورکړل شوی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ټرافیکو عمومي رییس حسیب‌الله مختار سلام‌وطندار ته وویل: «په تېرو ورځو کې مو پرېکړه وکړه چې شخصي موټر او ټکسي له لین څخه وباسو او په نوي رنګ ټرانسپورټي فعالیت پیل کړو. د هغوی ستونزو ته په کتو مو پرېکړه وکړه چې دوه میاشتې نور وخت هم ورکړو، څو خپل موټر رنګ کړي.»

د ټرافيکو عمومي رياست تر دې مخکې ویلي و چې يوازې نوي رنګ شوي ټکسي موټر کولای شي چې مسافر ولېږدوي. د دغه ریاست د شمېرو له مخې، اوس په مرکز او ولايتونو کې شل زره ټکسي موټر نوي رنګ ته اړول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام