سلام‌وطندار د ځوانانو ترمنځ د مطالعې کچې ارزونې او مطالعې ته د انګیزې کمښت لاملونو موندلو په موخه له ۶۸ زده‌کوونکو او زده‌کړیالانو سره مرکې کړي چې پرمهال یې، موندل شوې، ډېری دغه ځوانان مطالعې ته لېوالتیا نه‌لري.

د تخار اوسېدونکی حسیب‌الله چې زده‌کړیال دی، وايي، د پخوا په پرتله یې، مطالعې ته انګېزه کمه شوې او اوس ډېره کمه مطالعه کوي. «ډېره مطالعه نه‌کوم، تخار کې د ځوانانو مطالعه او ښوونیزو مرکزونو ته تګ د تېرو کلونو په پرتله کم شوی او هر څوک په دې هڅه کې دي چې روزګار یې وچلېږي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غزني اوسېدونکی سمېع‌الله بارز وايي چې له څه مودې راهیسې یې، مطالعې ته انګېزه او لېوالتیا کمه شوې. «د وزګارتیا او کله ټولنیز او روغتیايي موضوعات لولم، البته د تېرو کلونو په پرتله مطالعه کمه شوې؛ پخوا به مې ډېر وخت په مطالعې تېرېده، خو اوس د بوختیاوو له امله ډېری وخت مطالعه نه‌شم کولی.»

په دې خبرو کې د ولایتونو ۴۱ نجونو او ۲۷ هلکانو برخه اخیستې وه. له دې شمېر کسانو سره د خبرو پایله ښيي چې د هلکانو په پرتله د نجونو د مطالعې کچه ډېره کمه شوې. د ۴۱ ښځینه ځواب ویونکو له ډلې، ۲۳ ویلي، د دوی پر زده‌کړو د محدودیتونو له امله له مطالعې کولو لرې شوې دي.

د سرپل اوسېدونکې مرسل او د کابل اوسېدونکې تمنا چې دواړه د نجونو پر لوړو زده‌کړو د بندیزونو له امله پوهنتون څخه راګرځول شوي، له تعلیمي چاپېریال څخه د لېرې‌کېدو او راتلونکي ته د هیلو له لاسه‌ورکولو له امله یې، مطالعې ته انګېزه کمه شوې.

مرسل وايي: «پخوا وختونو کې به مې ډېره مطالعه کوله، ځکه چې زه پوهنتون ته تللم، خو له بده‌مرغه، اوس زما علاقه کمه شوې. په تېرو وختونو کې ما مطالعه خپل مسوولیت ګاڼه، خو اوس تر یوه حده مطالعه کوم.»

تمنا هم وویل: «پخوا مې ډېره مطالعه کوله، کله چې پوهنتون ته تلم، خو اوس له تحولاتو وروسته مې، کتاب لوستلو ته انګېزه کمه شوې؛ ځکه نه پوهېږم چې زموږ نجونو برخلیک به څنګه کېږي.»

د دې ترڅنګ د نجونو پر لوړو زده‌کړو بندیزونه، رواني وضعیت کې بدلون، اقتصادي ستونزې او د هېوادوالو د ژوند شرایط، هم د دې لامل شوي چې د ځوانانو ترمنځ د مطالعې کچه کمه شي.

د مرکه شویو ۲۷ مېرمنو له ډلې یې، ۱۲ هغه وايي چې د کورنیو اقتصادي وضعیت کې د بدلون او اړتیاوو ډېرېدو له امله یې، مطالعې ته شاه کړې.

د سرپل اوسېدونکی هارون وايي چې د کورنۍ اړتیاوو برابرولو لپاره، مطالعې ته وخت نه‌لري. «مطالعه نه‌کوم، ځکه چې ډېری وخت بوخت یم، پخوا مې لږه مطالعه کوله او اوس یې، نشم کولی؛ ځکه پر کار بوخت یم، لېواله یم چې مطالعه وکړم، خو وخت نه‌لرم.»

يوشمېر نورو ځوانانو هم په خپل ژوند کې له ننګونو او د نجونو پر زده‌کړو د محدوديتونو سربېره هڅه کړې چې له مطالعې څخه ځان لرې نه‌کړي او د بېلابېلو کتابونو په لوستلو سره د خپلې شخصي ودې لپاره زمينه برابره کړي.

د ۶۸ مرکه شویو ځوانانو له ډلې، ۱۶ نجونو او ۱۳ هلکانو ویلي چې په ټولنه کې له شته ننګونو سره-سره یې مطالعې ته خپله انګیزه له لاسه نه‌ده ورکړې او کتاب یې لاهم ملګری دی. هغه نجونې چې د پخوا په پرتله يې د مطالعې کچه لوړه شوې، وايي، د نجونو پر زده‌کړو د محدوديتونو له لګولو او له زده‌کړو څخه د لرې‌والي له امله يې، د تفريح لپاره هر ډول کتابونه لوستل پيل کړي دي.

د سرپل اوسېدونکې سونیا چې له لوړو زده‌کړو راګرځول شوې، وايي، له وزګارتیا او ژورخپګان د تېښتې له امله یې، مطالعې ته انګېزه ډېره شوې. «د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړلو او تحولاتو وروسته، ما خپلې ټولې هیلې له لاسه ورکړې او په خپګان اخته شوم. ما یو کتاب د ساتیرۍ لپاره ولوست، هغه زما پر ذهن ډېر اغېز وکړ. وروسته مې اوونۍ کې یو کتاب لوسته و تر دې حده چې اوس ورځ کې یو لوی کتاب لولم او لامل کېږي چې زه د پیاوړتیا احساس وکړم.»

زهرا چې د بادغيس اوسېدونکې ده، وايي: «ډېر هغه کتابونه مې لوستي چې په ټولنيزو او ادبي برخو کې دي. د پخوا په پرتله، زما د مطالعې بهیر ډېر بدل شوی او ښه شوی دی او له مطالعې سره زما علاقه ډېره شوې.»

د ۲۷ مرکه شویو له ډلې، ۱۳ د مرکو پرمهال ویلي چې د ځینو ښوونیزو فرصتونو برابرېدو له امله یې، مطالعې ته لېوالتیا ډېره شوې.

بلال چې د کاپیسا اوسېدونکی دی، وايي، د تېر یوه کال پرمهال یې مطالعې ته لېوالتیا ډېره شوې او دې موده کې یې، بېلابېل ډوله کتابونه لوستلې دي. «زما ډېره مطالعه د نړیوالو اړیکو برخه کې ده او د پخوا په پرتله، زما مطالعه ښه شوي؛ زه کتابونه په لویه پیمانه لولم او ما د لوستلو څه ډېر څه ترلاسه کړي، او د کتاب لوستلو سره زما علاقه ورځ په ورځ زیاتیږي.»

د بدخشان اوسېدونکی حسين المبارک وايي چې مطالعې سره د لېوالتیا له امله یې، د ځاني ودې او خپلو وړتیاوو لوړولو لپاره فرصتونه رامنځته کړي دي. «له هغه وخته چې د مطالعې په اهمیت پوه شوم، زما په مطالعه کې ډېر بدلون راغلی او دا ثابته شوه چې مطالعه څومره ارزښتناکه ده او د انسان په شخصیت کې بدلون راوستلای شي او دا کار د مطالعې سره زما د لېوالتیا د زیاتېدو لامل شوی.»

یو‌شمېر کتاب‌پلورونکي وايي چې د نجونو پر زده‌کړو او لوړو زده‌کړو بندیزونه لامل شوي چې د دوی د کتاب پلورلو بازار هم ورسره سوړ شي.

بلخ کې کتاب پلورونکی حمید حسیني وايي چې د تېرو درېوو کلونو پرمهال یې، د پېردونکو کچه د پام وړ کمه شوې. «دا چې د ښوونځي او پوهنتون دروازې تړل شوي، پر کتاب‌پلورونکو یې، منفي اغېزې یې، ډېرې دي. اقتصادي ستونزې لامل شوي چې ځوانان خپل د خوښې وړ کتابونه ونه‌شي پلورلی.»

د یوه خصوصي پوهنتون استاد خواني همت مطالعې ته د ځوانانو انګېزې کمښت ته اندېښمن دی او وايي، د نورو لاملونو ترڅنګ له ټولنیزو شبکو څخه د ځوانانو په لویه کچه استفاده هم لامل شوې چې مطالعې ته د ځوانانو انګېزه کمه شي. «یو له هغو لاملونو څخه چې د ځوانانو په منځ کې د کتاب لوستلو لېوالتیا کمه شوې، د ټولنیزو شبکو زیات کارول او په هغو کې د وخت تېرول دي چې دا چاره لامل شوې چې زموږ په ټولنه کې خلک مطالعې ته کم وخت ورکړي.»

ټولن‌پوه راشد صدیقي بیا وايي چې ټولنه کې د مطالعې دود نشتون او د ځوانانو د انګېزې کمښت به ناوړې ټولنیزې پایلې ولري. «کله چې انګېزه نه‌وي، مطالعه نه وي؛ د هرې ورځې په تېرېدو سره د دې پرځای چې له کتابونو او ساینسي موضوعاتو سره مو تړاو زیات شي، ټکنالوژۍ او مجازي نړۍ باندې ډېره تکیه کوو چې دا حالت د ټولنې لپاره لوی او نه جبرانېدونکې ناورین دی.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په داسې حال کې چې له نیمايي ډېرو مرکه شویو ویلي چې مطالعې ته یې لېوالتیا کمه شوې؛ د اطلاعات او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران وايي، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته یې، مطالعې ته د ځوانانو هڅونې لپاره د کتابنونو نندارتونه جوړ کړي دي. «په ځوانانو کې د لوستلو د ودې لپاره پروګرامونه په لاره اچول شوي او دا پروګرامونه د دې لامل شوي چې په ځوانانو کې د لوستلو دو په بې‌سارې ډول وده وکړي؛ نن سبا ځوانان د ټکنالوژۍ په کارولو سره هم مطالعه کوي، او په دې وروستیو کې ځوانان کتابونو ته ډېر متوجه شوي دي.»

د تېرو درېوو کلونو پرمهال کابل او ولایتونو کې د سړک پر غاړه د مطالعې دودولو لپاره د کتابونو ننداتونونه جوړ شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام