د کندهار د امنیې قومانداني ویاند اسدالله جمشېد سلاموطندار ته وویل، د مزملاحمد خان په نوم یو ماشوم چې د کندهار ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند د صالون خان چمن اوسېدونکی و او څه موده مخکې ورک شوی و، پرون یې مړی د کور مخې ته تر پلچک لاندې پیدا شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د جمشېد په خبره، د دغه ماشوم د مړیني لامل همدې ویالې ته لوېدل ښودل شوي دي .
بلهخوا د دغه ماشوم د کورنۍ غړي هم د هغه د مړي موندل مني او وايي، دا چې ډېره موده یاد ماشوم تر همدغه پلچک لاندې شوی و او وروسته د باران اوبو له پلچک څخه دباندې را اېستلی دی.