د پکتیا مرکز ګردېز ښار «وچغړک» او «څپړۍ» سیمو اوسېدونکي وايي چې له روغتیايي خدمتونو بېبرخې دي.
یادې سیمې چې د مرکز ګردېز شمال ختيځ ته په ۱۵ کیلومترۍ کې پرتې دي، اوسېدونکو یې سلاموطندار ته وویل چې لومړني روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نهلري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اوس تازه له کابل څخه د یوه خصوصي روغتون ۲۵ کسيز ټيم یادې سيمې ته ورغلی او د ناروغانو وړيا درملنې يې کړې ده.
د ياد ټيم مشر ډاکټر عبدالمجيد سلاموطندار ته وويل، د مرکز ګردیز اړوند «وچغړک» او «څپړۍ» سیمو کې د روغتیايي مرکز نشتون له امله وړمه ورځې راهیسې یې بېلابېل ناروغان معاينه کړي او د اړتيا وړ درمل يې ورکړي دي.
نوموړي وویل: «هغه مشکلات چې ما خپله دلته ليدلي، د هغو په اساس که څه هم زه په کابل کې ناروغان ګورم، نو ماته د دې خلکو وضعیت، د دوی اقتصادي وصعيت او د دوی د ډاکټرانو څخه لرېوالي او د دوی غربت ما ته معلوم و او تصميم مې ونيو چې زه د وچغړک په سيمه کې کمپ ونيسم او له کابل څخه دلته راغلم او پلان مو دی چې تر ۵۰۰ پورې ناروغان وګورو او وړيا درمل دوی ته ورکړو.»
دې سیمو کې چې شاوخوا ۶۵۰ کورنۍ مېشتې دي، وايي، خوښې دي چې د ناروغانو وړيا درملنې لپاره ورته روغتيايي کمپ جوړ شوی دی.
د هغوی په وینا، سيمه کې يې د روغتيايي مرکز نشتون او د اقتصادي ستونزو له کبله نهشي کولای خپل ناروغان ګردېز ښار ته ولېږدوي.
د «وچغړک» یوه اوسېدونکي جميل سلاموطندار ته وويل: «داسې يو مشکل دی چې نه کلينک شته او نه هم روغتون، په دې سيمه کې هېڅ هم نشته. خلک بېخي زيات دي. دا کلي کې کوز او پاس غره ډډه او هواره کې تر ۲۰۰ زيات کورونه دي. دلته د زنانه او ماشومانو بلکې د ټولو دا مشکل وي چې ډېر ناروغان وي، موږ ګردېز ته چې ځوو، څوک موټر لري او څوک يې نهلري، نو له ډېر مشکل سره مخ يوو.»
په ورته مهال د پکتيا روغتيايي مسوولان وايي، د «وچغړک» او «څپړۍ» سیمو د خلکو غوښتنې ته د رسېدو لپاره به يوه کمېټه وټاکي چې لومړي سر کې د سيمې نفوس وارزوي او وروسته به د کلینیک جوړېدو لپاره اقدام وکړي.
د پکتیا د عامې روغتیا رییس خیرمحمد منصور وویل: «د دې لپاره به موږ يوه کمېټه وټاکو، هغه به لاړه شي له نږدې به کتنه وکړي که دا خلک قابل د کلینیک و، يعنې د روغتيا وزارت د اصولو مطابق و په سترګو ولې نه، زموږ سوچ او فکر همدا دی چې ولس او خلکو ته خدمات وړاندې کړو.»
د پکتيا اوسېدونکي وايي، که خيريه بنسټونه لرو پرتو سیمو کې د ناروغانو د وړیا درملنې چاره دومداره کړي، تر يو بريده به د پکتيا د ځينو سيمو د اوسيدونکو روغتيايي ستونزې ورسره راکمې شي.


