د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیاله امنه محمد وايي، ټاکل شوې د دغه سازمان د سرمنشي انټونیو ګوټرېش په ګډون راتلونکو څو ورځو کې د افغانستان وضعیت په اړه نړیواله غونډه جوړه کړي.
نوموړې زیاته کړې چې دې غونډه کې به انټونیو ګوټرېش د ا.ا رسمیت پېژندنې په اړه د افغانستان لپاره د یوشمېر هېوادونو له استازیو سره بحث او خبرې وکړي.
د ملګروملتونو دغې لوړپوړې چارواکې ویلي، د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل د هغوی مسوولیت منلو سره مرسته کوي.
مېرمن محمد ویلي: «هیله لرم چې اصولو او شرایطو پر اساس دغه غونډه کې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندو لپاره لومړني اقدامات مشخص شي. ایا دا امکان لري؟ زه نه پوهېږم. خو باید دغه بحث وشي. اسلامي امارت هم په ښکاره د رسمیت پېژندو په لټه کې دی او دا پر هغوی زمونږ د نفوذ اعمال لپاره یوه لاره ده. افغانستان کې بانکي سیستم فعاله دی، خو بیا هم وایو چې هغوی تر بندیز لاندې دي.»
په ورته وخت کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي راتلونکې کې د ملګروملتونو د دغې غونډې له جوړېدو هرکلی کوي. هغه وویل، دغه ډول ګام پورته کول، د ننګونو حل کولو په برخه کې ورسره مرسته کوي.
هغه وویل: «که دې برخه کې اقدامات وشي او د واټن لرې کولو او انزوا لهمنځه وړلو لپاره ګامونه واخیستل شي، مثبت ګام دی او موږ به د ستونزو حل لپاره سره نږدې کړي او ښه پرمختګ به وي. له نړیوالې ټولنې د خلکو غوښتنه هم دا ده چې دوی باید بشري او اقتصادي مسایل سیاسي مسایلو پورې ونهتړي.»
په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو څېړونکی محمد اکرم عارفي وايي، ملګري ملتونه پر اسلامي امارت د فشار راوړلو لپاره د قانوني چوکاټ موندلو په هڅه کې دي او په همدې دلیل یو لړ اقدامات ترسره کوي.
نوموړي وویل: «د ا.ا رسمیت پېژندل دې په مشروط ډول تر بحث لاندې ونیسي. شرطونه دې بیان کړي چې ا.ا دې عملي کولو لپاره ګامونه واخلي. ښايي ملګري ملتونه هم دې پایلې ته رسېدلی وي چې ګامونه پورته کړي، خو له حقوقي لحاظه دلته یوه ستونزه ده او اسلامي امارت هېڅ قانوني او رسمي ځای نهلري او کولای شي چې د نړیوالو اصولو او ژمنو څخه اوږه خالي کړي.»
بلخوا د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي بیا وايي، ملګري ملتونه به دغه کېدونکې غونډه کې افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د دوام په اړه پرېکړه وکړي او د اسلامي امارت د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندو په برخه کې به کومې پایلې ته ونه رسیږي.
هغه وویل: «دوحه کې کېدونکې غونډه په دې معنی ده چې ملګري ملتونه خپل برخلیک معلوم کړي چې افغانستان کې پاتې شي یا نه.! د رسمیت پېژندنې موضوع باندې بحث وشي، خو پایلې به ونه لري، څو چې تغییرات رانهشي، حتا اسلامي هېوادونه به هم امارت په رسمیت ونه پېژني.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
سره له دې چې د اسلامي امارت واکمنېدو څخه نږدې دوه کاله تیرېږي، خو د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندو مسلې ته د هېڅ کومې سیمهییزې او نړیوالې غونډې اجنډا کې ځای نهوو ورکړل شوی، خو اوس ټاکل شوې ملګري ملتونه د افغانستان په چارو کې د یوشمېر هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور د یوې غونډې په جوړولو سره، د اسلامي امارت د رسمیت پېژندو غوراوی وارزوي.