یوشمېر خوستي ځوانانو په ټولنه کې د کتاب لوستلو او مطالعې دود د پیاوړتیا لپاره پر نورو ځوانانو او ماشومانو د کتابونو د وېش کمپاین کړی دی.

دغو ځوانانو یاد کمپاین په لومړي ځل د خوست ولایت د تڼیو ولسوالي د اخیو کلي نه پیل کړی دی.

د دې ډلې مشر نقیب‌الله ځلاند وايي، څلور کاله وړاندې یې په لومړي ځل د نشه‌یي توکو او په ټولنه کې د نورو ناوړه دودونو د مخنیوي لپاره کمپاین پیل کړ، خو په وینا یې، خپلې موخې ته چې د نشه‌يي توکو او ناوړه دودونو له منځه وړل و، ونه رسېدل.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، همدا لامل و چې وروسته یې د کتاب د مطالعې دود د پیاوړتیا او فکر جوړونې لپاره د کتابونو د وېش لړی پیل کړه، څو له دې لارې د نشه‌یي توکو او ناوړه دودونو د مخنیوي ترڅنګ، د مطالعې دود هم پیاوړی کړي.

هغه زیاتوي، په دې مبارزه کې ورسره د خوست ډېری ځوانان او پېغلې هم ورسره وې، خو په خبره یې، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته ورسره نجونې کمپاین نه کوي او یوازې هلکانو دغه کار ته دوام ورکړی دی.

ځلاند وايي، ځینې شتمن کسان ورته په خپلو پیسو کتابونو پېرې او ځوانان هم کورونو کې اضافي کتابونه دوی ته سپاري، څو تر نورو خلکو یې ور ورسوي. هغه ټینګار کوي چې د کتابونو ټولولو کمپاین کې بریالي دي او هڅه کوي خپل کمپاین نورو سیمو ته هم وغځوي.

دغه ډله ځوانان وايي چې د دوی له لوري د کتابونو د وېش کمپاین په نورو ولایتونو کې هم ځوانان هڅولي، څو ورته اقدام وکړي او ځوانانو او ماشومانو ته له خلکو کتابونه راټول او هغوی مطالعې ته وهڅوي.

د نقیب‌الله ځلاند په خبره، اوس یې د خوست د مرکز او ولسوالیو په بېلابېلو عامه ځایونو، لکه د ډاکټرانو انتظارخونو، بانکونو، حمامونو او ورته نورو ځایونو کې شاوخوا ۱۰۰ کوچني کتابتونونه جوړ کړي دي.

هغه وايي، د لوګر، پکتیا، لوی کندهار او ننګرهار ځوانانو هم له دوی سره په همغږۍ یاده چاره پیل او په عامه ځایونو کې یې کوچني کتابتونونه جوړ کړي دي.

دا ډله ځوانان له خپلې مبارزې خوښ دي؛ ځکه په وینا یې، ګڼ‌شمېر ځوانان چې له مطالعې سره بلد نه وو، اوس یې ورسره اشنا کړي او هڅه کوي چې په یوه دود یې بدل کړي.

که څه هم په تېرو شلو کلونو کې د کتابونو د مطالعې دود د پیاوړتیا لپاره بېلابېل پروګرامونه جوړ شوي او تر ډېره یې ځوانان کتاب لوستلو ته هڅولي، خو د نظام له بدلون وروسته په خوست او ور څېرمه ولایتونو کې د کتاب لوستلو فرهنګ پیکه شوی و. خو دغه ځوانان وایي، د فکري رغښت او د مطالعې دود د لا پیاوړتیا لپاره به نه یوازې خپلو هڅو ته دوام ورکړي، بلکې لا به یې هم ګړندۍ کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام