د لوګر محلي چارواکي وایي چې پرون ناوخته د دغه ولایت د بره‌کي برک ولسوالي چهارقلعه سیمه کې یوه اته کلنه نجلۍ د خپلې ورېندارې له لوري د تبر په وسیله وژل شوې ده.

د لوګر د امنیې قومنداني ویاند احمدالله انس سلام وطندار ته ویلي چې دغه نجلۍ د خپلې ورېندارې له لوري لومړی ځندۍ شوې او ورپسې د تبر د ګوزارونو له امله وژل شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

انس زیاته کړه چې د وژل شوې نجلۍ د قتل په تور یې ورېندار نیول شوې او په خپل جرم یې اعتراف کړی ده. د سیمې اوسېدونکو ویلي چې دغې ښځې رواني ناروغي درلوده او د نجلۍ له وژنې وروسته امنیتي ځواکونو نیولې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د اقتصادي ستونزو له امله کورنۍ شخړې زیاتې شوي او وخت ناو خت د کورنیو شخړو له امله ورته پېښې رامنځته کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام