پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف امر کړی چې افغانستان څخه دې د سکرو وارداتو په کلدارو وشي.

د رسنیو د راپور پربنسټ، شهباز شریف په یوې ناسته کې ویلي چې په دې کار سره به دغه هېواد د ډبرو سکرو د وارداتو له درکه هر کال ۲.۲ میلیارده ډالر وسپموي او په ارزانه بیه به برښنا تولید کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پاکستان لومړي وزیر په دغه ناسته کې ویلي، د افغانستان د ډبرو سکاره لوړ معیار لري او د دغه هېواد د رېل پټلۍ وزارت ته یې امر کړی چې د سکرو د وارداتو بهیر دې چټک کړي.

نوموړي همداراز لارښوونه کړي چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په مشري دې له افغانستان څخه د سکرو د واردونو بهیر د چټکتیا په برخه کې د اړوند چارواکو یوه کمېټه جوړه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پاکستان ته په ټيټه بیه د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات ډېر شوي دي.پاکستاني چارواکو ویلي چې اسلامي امارت دغه اقدام د خپلو عوایدو د ډېروالي په موخه کړی دی.

له دې وړاندې په کابل کې د ډبرو سکرو یو‌شمېر پلورونکو سلام‌وطندار ته ویلي وو چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راپدېخوا د سکرو بیې په کم‌سارې توګه لوړې شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دوی زیاته کړې وه چې د تېر په پرتله، هېواد کې د ډبرو سکرو بیې دوه برابره شوي او د دوی کاروبار یې زیانمن کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام