د ننګرهار ولایت محلي مسوولانو ویلي چې د غني‌خېلو ولسوالي په اړوند سیمه کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي.

د مسوولانو په وینا، دغه چاودنه نن سهار ۹:۳۰ دقیقې د غني‌خېلو ولسوالي «شیرګر» بازار کې د یادې ولسوالي د روغتون د امر شاه‌‌محمود هجرت پر موټر شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غني‌خېلو ولسول صدیق‌الله رسنیو ته ویلي چې په دغه چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او د روغتون د امر او د اسلامي امارت د پنځو سرتېرو په ګډون ۲۸ کسان ټپیان شوې دي.

په ورته مهال ولسوال ویلي چې د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی. تراوسه د دې چاودنې مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې پرون مازدیګر د کابل په پنځلسمه حوزه کې هم د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام