یو‌شمېر کروندګر په هېواد کې د سږکال وچکالۍ او د اوبو کمښت څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې وروستیو وچکالیو زیانمن کړي دي.

دوی سلام‌وطندار ته ویلي چې سږکال یې پر خپل کښت او کرنه ډېر لګښت کړی، خو له خپلو کروندو یې هېڅ حاصلات نه دي ترلاسه کړي. په همدې حال کې د کرنې برخې یو‌شمېر کارپوهان وايي، که وچکالۍ همداسې دوام وکړي، د هېواد پر اقتصاد به منفي اغېزې ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دوی په وینا، تېرو څلوېښت کلونو جګړو ته په پام، په افغانستان کې کانالونه، د اوبو رسونې شبکې، بنسټونه او کارېزونه له منځه تللي چې لامل یې هم د کرنې په برخه کې د یوې منظمې تګ‌لارې نشتون دی.

د کرنې برخې د کارپوهانو په باور د اسلامي امارت مسوولانو ته په‌کار ده چې اوږد‌مهاله پلانونه ترتیب او د اوبو رسولو کانالونو په جوړولو سره د افغانستان اوبه مدیریت کړي.

د اسلامي امارت مسوولان وايي، هغه ولایتونه چې د وچکالۍ او د اوبو د کمښت له امله اغېزمن شوي، د نړیوالو بنسټونو له مرستو به برخمن شي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح‌الدین مستعین سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه وزارت د وچکالۍ او د اوبو مدیریت په برخه کې لنډمهاله او اوږد‌مهاله پلانونه لري.

د نوموړي په وینا، په لنډمهالي پلانونو کې هغه کسان چې د وچکالۍ له امله زیانمن شوي، د بهرنیو مرستندویه بنسټونو له لوري شوې مرستې پرې وېشل کېږي او په اوږدمهاله پلانونو کې بیا د اوبو رسولو لپاره د کانالونو جوړول شامل دي، څو په هېواد کې د وچکالۍ مخه ونیول شي.

د یادونې وړ ده چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته د ملګرو ملتونو او یوشمېر نورو نړیوالو بنسټونو په وار وار د افغانستان د خراب اقتصادي وضعیت په اړه خبرداری ورکړی چې روانه وچکالۍ او د اوبو کمښت به اقتصادي وضعیت لاپسې اغېزمن کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د کرنې سکټور د افغانستان په اقتصاد کې مهمه ونډه لري او څه باندې ۸۰سلنه افغانان په هېواد کې پر کرنیزو چارو بوخت دي او ۶۰سلنه افغانان له همدې لارې خپل ژوند پرمخ بیايي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام