د لوړو زدهکړو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له هغو استادانو چې هېواد کې د وروستیو تحولاتو له امله نورو هېوادونو ته تللي، غوښتنه کړې چې د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ لپاره بېرته هېواد ته راستانه شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ابادۍ د نهشتون له کبله د هېواد ښوونیز نظام نیمګړی دی او له همدې امله یاد وزارت د افغانستان له ټولو علمي کدرونو غوښتنه لري چې بېرته هېواد ته راوګرځي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
په ورته مهال لوړو زدهکړو وزارت زیاته کړې چې افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی او د هېواد په ابادۍ کې ټول مسوولیت لري. د لوړو زدهکړو وزارت ټينګار کړی چې د پوهنتونونو استادانو د ټولو معنیوي او اقتصادي امتیازونو برابرولو او ورکړې ته ژمن دي.
بل لور ته خبرپاڼه کې ویل شوي چې د لوړو زدهکړو وزارت د نویو علمي کادرونو د ګومارنې لپاره یې یوشمېر بنستونه اعلان ته سپارلي او یاد وزارت دا خپله دنده ګڼي چې علمي کادرونو ته د کار او اسانتیاوو زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د مخکیني حومت له سقوط وروسته او د اسلامي امارت له راتګ سر هممهاله، یو زیات شمېر استادان وروسته له هغې هېواد پرېښود چې د زدهکړیالانو پرمخ د دولتي پوهنتونونو دروازې وتړل شوې.
د کابل پوهنتون یوشمېر استادانو سلاموطندار ته ویلي وو، وروسته له دې چې اسلامي امارت د دې تحصیلي بنسټ مخکیني رییس له دندې ګوښه او پر ځای یې نوی سرپرست رییس وټاکه، وې غوښتل چې خپله دنده پرېږدي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دوی ویلي وو چې له دې وروسته د لوستوو او علمي کادرونو راتلونکي لپاره تضمین نهشته او د څو کلونو خوارۍ او هڅې یې پر اوبو لاهو شوي دي.