د کندوز د ملي ټلویزیون خبریال سیدحکیم حکیمي په خپل فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د بې‌وزلۍ له امله یې د خپل کور توکو پلور ته مخه کړې، څو ژوندی پاتې شي. 

حکیمي په خپل فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د جمهوري نظام له پرځېدو او د اسلامي امارت له راتګ وروسته، دا لومړی ځل دی چې اړ شو، څو د خپلې کورنۍ لپاره د خوراکي توکو د برابرولو لپاره د کور وسایل وپلوري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي همداراز ویلي، د لومړنیو توکو د بیو لوړېدو ترڅنګ، په روان ژمي کې د معاش نه‌شتون او د وزګارتیا دوام به انساني ناورین رامنځ ته کړي. حکیمي زیاته کړې چې په راتلونکو ورځو کې به لوږه، بې‌وزلي او اړتیا پراخه شي.

دغه خبریال وړاندې لیکلي: «ډوډۍ راوړونکو ته لوی غم ورپه غاړه ده چې نه پوهېږي، څه وکړي؟ د مور لپاره ستر درد دی چې نه پوهېږي، د خالي دسترخوان لپاره څه پلمه وکړي او د یوه ماشومان لپاره لویه پوښتنه ده چې نه پوهېږي، څه وخت به په مړه ګېډه ډوډۍ خوري.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سیدحکیم حکیمي د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالي اوسېدونکی دی چې له کلونو راهیسې د کندوز ملي ټلویزیون کې د خبریال په توګه دنده ترسره کوي او دا لومړی ځل دی چې د لوږې او د خراب اقتصادي وضعیت له امله اړ شوی چې د خپل کور توکي پلور ته وباسي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام