له هغې ورځې راهیسې چې طالبانو د هېواد په ۳۳ولایتونو ولکه خپله کړې، د دولتي ادارو سربېره د خصوصي تشبثاتو او د راکړې ورکړې چارې په ټپه ولاړې دي. اقتصادي کارپوهان دغه وضعیت ناورین بولي او وایي، هېواد کې به د بېوزلۍ کچه نوره هم پراخه شي.
دوی د اندېښنې په څرګندولو سره وایي چې د بېوزلۍ دوام، د بهرنیو او کورنیو عوایدو ټيټوالی او نور بندیزونه به په راتلونکې کې ناوړه پایلې ولري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اقتصادي چارو کارپوه سید نورالله مراد په دې اړه سلاموطندار ته وویل: «پانګونه کنګل شوې، سوداګرۍ او اقتصاد صفر شوی، بندرونه هم واردات نه لري او د ټرافیک سیستم هم له جریمې پرته پرمخ وړل کېږي. هغو برخو څخه مو چې عواید ترلاسه کول هغه ټول په ټپه ولاړ دي چې دا به په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه لوړه کړي.»
په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یو بل کارپوه سیفالدین سیحون په دې باور دی چې د کورنیو عوایدو کچې د ټيټوالي ترڅنګ د بهرنیو مرستو بندول هم روان ناورین پراخولی شي او د اقتصادي فعالیتونو د کموالي لامل کېږي.
هغه وویل: «نړیوالو سرچینو خپلې مرستې بندې کړي، هغه هېواد چې بهرنیو مرستو پورې تړلی وي، ډېر ناوړه وضعیت تجربه کوي. اقتصادي فعالیتونه درېږي د خلکو عاید راټيټېږي، کار او اشتغال هم له ناورین سره مخ کېږي.»
- نړیوال بانک افغانستان سره خپله ۲۰۰ میلیونه ډالره مرسته وځنډوله
- ماليې وزارت: که بوديجه تصويب نهشي، بېوزلي به ډېره شي
- د تخنیکي ستونزو له امله بانکونه نه دي پرانستل شوي
په همدې حال کې طالبان بیا وايي چې دوی هڅه کوي، څو بانکونه او ټول اقتصادي مرکزونه په نږدې ورځو کې پرانیزي.
دوی زیاتوي چې طالبان د نړۍ له هېوادونو سره د ښو اړیکو، مرستې ترلاسه کولو او پانګونې په برخو کې هم خپلې هڅې جاري ساتي.
په ورته مهال طالبان له خلکو غوښتنه کوي چې په دې برخه کې دې له زغم څخه کار واخلي، څو دوی یو داسې نظام جوړ کړي چې په راتلونکې کې د ټولو افغانانو ستونزې پکې هوارې شي او هر هغه څه چې دوی یې غواړي، د یوه منظم چوګاټ له لارې وړاندې شي.
د طالبانو له لوري له پنجشېر ولایت پرته د ټول افغانستان له نیولو وروسته نړۍوالې ټولنې له دغه هېواد سره خپلې مرستې درولي دي.
په همدې نږدې ورځو کې «سي ان ان» ټلویزیون خبر ورکړ چې نړیوال بانک له افغانستان سره خپل ملاتړ په دې هیواد کې د ښځو د نامعلوم برخلیک له امله درولی دی.






