د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې ۱۰میلیونه ماشومان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
یونیسف ویلي، په افغانستان کې د روانو سیاسي او دولتي جوړښت له بدلونونو په پام کې نیولو پرته میلیونونه ماشومان په دغه هېواد کې په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړې اداره زیاتوي، یوازې سږکال یو میلیون افغان ماشومان له خوارځواکۍ څخه زورېږي او که چېرته ورته بېړنۍ روغتیایي مرستې ونه رسېږي، ښايي خپل ژوند له لاسه ورکړي. د دغه بنسټ په وینا، ۴.۲ میلیونه ماشومان چې ۲.۲ میلیونه یې نجونې دي، ښوونځي ته له ورتګ پاتې شوي او د جګړو په جریان کې نږدې د ۲۰۰۰ ماشومانو د حقونو نقض ثبت شوی دی.
له دې سره سم دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې په نږدې راتلونکي کې به د اوبو د کمښت او وچکالۍ له امله ماشومان او ښځې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا پیدا کړي او ټولنیزې-اقتصادي ویجاړۍ او کورونا ویرووس به افغانستان له یوه ستر ګواښ سره مخ کړي.
په ورته مهال دغه بنسټ ټينګار کړی چې د خپلو کارکوونکو امنیت به خوندي کوي او ویلي یې دي چې خپل پروګرامونه به پراخوي او د ماشومانو د مرستې لپاره به افغانستان کې پاتې کېږي.
یونیسف زیاته کړه: «مونږ یوازې د افغانستان له ماشومانو سره مرسته کوو او موخه مو دا ده چې د هر یوه ماشوم حقونه ورکړو او خوندي یې کړو.»