د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې په پروان کې یې د وارداتي برښنا د پایو الوځوونکو د ډلمشر په ګډون، څلور کسان نیولي دي. دغه ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په پروان کې عملیات کړي او هغه څلور کسان یې نیولي چې د وارداتي برښنا پایې به یې الوځولې.
د خبرپاڼې له مخې، نیول شوي کسان د داعش ډلې غړیتوب هم لري او د نیولو پر مهال یې یوه اندازه هغه توکي هم ورسره نیولي چې ترهګرې ډلې یې کاروي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلهخوا په پروان کې امنیتي سرچینې وايي چې تر اوسه په دغه ولایت کې د څو عملیاتو پر مهال د برښنا پایو الوځولو په تور شاوخوا لس کسان نیول شوي دي.
- د برښنا پایو د ساتنې نوې طرحه؛ هرې پایې ته دوه ساتونکي ګومارل شوي
- د پلازمېنې پرې شوې برښنا او د کابلیانو نیوکې
- د برښنا نشتوالي په اړه د کابل ښاریانو شکایت
په پروان کې یوې امنیتي سرچینې سلاموطندار ته ویلي چې تر اوسه د دغه ولایت په مرکز چاریکارو ښار او سالنګ، جبلالسراج، سیدخېل او بګرام ولسوالیو کې څو ځله عملیات شوي دي.
د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو پرون هم د پروان په مرکز کې عملیات وکړل چې د محلي سرچینو په وینا، دوه کسان یې د برښنا پایو الوځولو په تور ونیول.
د برښنا شرکت د شمېرو له مخې، په تېرو دوو میاشتو کې د برښنا له ۳۰ ډېرې پایې د کابل په شمال کې الوځول شوي او د پلازمېنې په ګډون، د یوشمېر ولایتونو د برښنا پرې کېدو ترڅنګ یې د یادو پایو پر بیاجوړونې ډېرې پیسې لګولې دي.