په هرات ولایت کې یوه باوري امنیتي سرچینه سلام‌وطندار ته وایي چې د یکشنبې په شپه وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت په پشتو‌ن زرغون ولسوالي کې د ولسي پاڅونوالو اړوند د «سیداباد» په نوم پر یوې پوستې برید کړی دی.

د نوموړي په وینا، طالبانو پر دې پوستې له یوه ساعت جګړې وروسته نیولې او د ولسي پاڅونوالو ۱۱سرتیري او ۷ کسان چې له هرات ښار څخه دغې پوستې ته مېلمانه ورغلي وو وژلي دي. سرچینه زیاتوي چې طالبانو د دغو کسانو له وژل وروسته دغه پوسته په بمونو الوزولې ده.

په ورته وخت کې سرچینه زیاتوي چې پرون د امنیتي ځواکونو په مرسته له دې پوستې څخه د وژلو شویو سرتېرو مړي راوېستل شوي او د روغتون سړو خونو ته لېږدول شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د هرات په حوزوي روغتون کې یوې سرچینې ویلي چې پرون ورځ دغه روغتون ته د یو‌شمېر مړو شویو سرتېرو جسدون ور وړل شوي دي.

هغه ویډیو چې له دغې پوستې څخه اخیستل شوې سلام‌وطندار ته رسېدلې او ښکاري پکې چې دغه پوسته په بشپړه توګه له منځه تللې ده.

د هرات ولایت چارواکو او طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

بل‌خوا د غور محلي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په چهارسده ولسوالي کې د وسله‌والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو د نښتو له امله دغه ولایت ته د طالبانو د نومول شوي والي د مرستیال د ورور ملااحمد شاه په ګډون ۱۳ طالبان وژل شوي او د فیروز کوه ښار په لوېدیځ کې بیا  ۴ طالبان وژلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو ټویټرپاڼه وڅارئ

په ورته وخت کې د غور د امنیه قومندانۍ د امنیت امر نېک‌محمد نېک‌زاده سلام‌وطندار ته وایي چې وسله‌والوطالبانو د دغه ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالي کې د خم‌شور کلي اړوند پر یوې پوستې برید کړی چې له امله یې یو پولیس او ۴ملکیان وژل شوي او ۳نور ټپیان دي.

په همدې حال کې د غور والي  عبدالظاهر فیض‌زاده په دغه ولایت کې وسله‌والو طالبانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې پخلی کوي، خو  وایي چې په لعل او سرجنګل ولسوالي کې د وسله‌والو د یوه برید امله دوه ملکیان او یو پولیس وژل شوي دي.

وسله‌والوطالبان تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام