وزګارتیا او بې‌وزلۍ هرکال بې‌شمېره افغان ځوانان د هېواد پرېښودو ته اړ باسي او هغوی ښې راتلونکي ته د رسېدو په هیله نورو هېوادونو ته د تلو لپاره نامنظمې کډوالۍ ته زړه ښه کوي. له دې ډلې ځینې له قانوني پړاونو تېرولو پرته خپلو هیلو ته رسیږي، خو یو‌شمېر نور چې اقتصادي وضعیت یې ناسم دی د نامنظمې کډوالۍ پر ګواښوونکو لارو روانېږي.

 ۱۸ کلن بارز چې دا یې «مستعار نوم دی» یو له هغو ځوانانو دی چې له نامنظمې کډوالۍ وړاندې د کرېکټ یوې اکاډمۍ کې یې د کریکت روزنه ترلاسه کوله.

په هېواد کې د ژوند ناخوالو او اقتصادي ستونزو د دې لامل شوې چې له نامنظمو لارو ځان ترکیې ته ورسوي، څو دغه هېواد کې خپلو هیلو پسې روان شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بارز ارمان دا و چې د خپلې خوښې لوبه کرکټ به افغانستان کې زده کوي، څو یوه ورځ د افغانستان په استازیتوب نړیوالو لوبغالو کې لوبه وکړي، خو بې‌وزلي هغه څخه دغه فرصت واخیست او فرصت یې ترلاسه نه کړ چې خپلې هیلې په حقیقت بدلې کړي.

نوموړی وایي: «ډېره مینه مې درلوده چې باید افغانستان ته خدمت وکړم او کرکټر رانه جوړ شي. اقتصاد مو کمزوری وو، ومې نه شو کولای. دا چې کرکټ سره مې مینه ډېره وه اکاډمۍ ته تلم او پیسې یې رانه اخیستې، دوه کاله مې اکاډمۍ کې لوبه وکړه، خو رسمي لوبو کې یې چانس را نه کړ، مګر غیر سمي لوبې مې ښې ډېرې وکړې.»

په «مستعارنوم» د بارز د کډوالۍ داستان همدلته نه ختمېږي، بلکې هغه په قاچاقي لارو سفر څخه ترخې کیسې لري. د وسله‌والو طالبانو له کمین څخه نیولې، د پوله ساتو ځواکونو له لوري پر نوموړي ډزې او په لوږه د شپو او ورځو تېرولو کیسې چې اورېدل یې زړه غواړي.

 نوموړی پر قاچاقي لارو د خپلې کیسې په اړه وایي چې کله یې له کور څخه د نیمروز پر لور حرکت وکړ او دغه ولایت ته له رسېدو سره سم د وسله‌والو طالبانو پر یوه کمین ور برابرول شول، نوموړی وایي، هرځل به مو چې د ایران پر لوري له دغه ولایت څخه تګ ته زړه ښه کړ یا به پر وسله‌والو طالبانو ور برابرو شولو او یا به هم د پوله ساتو ځواکونو له کمین سره مخ کېدو. د نوموړي په وینا، په ورځو ورځو به مو په غرونو او دښتو کې منډله وهله او ټاکلي ځای ته به مو ځان رساوه.

ښایي له کډوالۍ وړاندې د هر کس هیله غوره ژوند ته رسېدل وي، خو له کورنۍ او خپلو ملګرو څخه لرې کېدل بل درد دی چې کډوال ورڅخه ځورېږي. د بارز کورنۍ په قاچاقي لارو د نوموړي له تلو سره خوښه نه وه او د هغه لرې‌والی یې نه شو زغملی.



د بارز ورور وایي، نوموړی چې کله د افغانستان د کرکت نولس کلنې ملي لوبډلې ته غوره شو، نو خوښه وو، خو له بده مرغه چې هغه ته په لوبډله کې د لوبو کولو فرصت ور نه کړل شو، د هغه په وینا، ورور یې چې کله دا وضعیت ولید، ناهیلی شو او هوډ یې وکړ چې له قانوني اسنادو پرته کډوالۍ ته مخ کړي. هغه وایي، خوښ نه وو چې ورور یې له ده څخه بهرنیو هېوادو ته د کار لپاره لاړ شي. خو وایي، کله چې څوک اړ شي، نو هر کار ته لاس اچوي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د رسنیو سلاکار عبدالباسط انصاري وايي، اوس شاوخوا دوه سوه زره افغان کډوال په ترکیې هېواد کې ژوند کوي او هغوی چې پرته له قانوني اسنادو دغه هېواد ته تللي، له جدي ستونزو سره مخ دي.

کلونو جګړو، ناامنیو او بې‌کارۍ ګڼو هېوادوالو څخه د کار کولو فرصت اخیستی. اوس هم ګڼ‌شمېر افغان کډوال افغانستان کې د وضعیت ښه والي ته هیله‌مند دي، هغه هیله چې بارز یې هم د موندلو لپاره شېبې شمېري.

نوموړی د خپلو هېلو په اړه وایي: «که د افغانستان وضعیت ښه شي، بېرته راځم، که له هر هېواد څخه ووسم کرکټ ته مې داوم ورکوم او غواړم چې ملي لوبډلې کې لوبه وکړم، زما یوازینۍ هیله هم همدغه ده چې د افغانستان وضعیت ښه شي او زه بېرته د کرکټ لوبډلې ته راشم. هر هېواد کې چې ووسم بېرته افغانستان ته راځم.»

 د افغناستان د کرکټ ملي لوبډله کېد بارز لوبېدل د یوه هیله ده چې په ښکاره ترلاسه کول یې ناشونې  برېښې، ځکه هغه اوس ترکیې کې د کرکټ تمرین ته وخت نه لري او افغانستان کې هم له نوموړي څخه دغه فرصت اخیستل شوی دی.

بارز اوس د کرکټ ملي لوبډلې  کې د لوبېدو پر ځای باید د درزیتوب ماشین په سرعت سره وګرځوي، څو د خپلې کورنۍ لپاره پیسې وګټي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام