Asset 1SWN

کورونا؛ هند کې په یوه ورځ ۳۲۸۵ کسان مړه شوي

Corona-virus-in-India-270x152

هند په نړۍ کې د کورونا ویروس خپرېدو راهیسې تر ټولو بدې ورځې تجربه کوي. په روغتونونو کې یې خالي بستر، اکسېجن نه یوازې کم دی، بلکې بیه یې هم لوړه شوې او په ډېری هدیرو کې په سختۍ د جسدونو سوځولو لپاره ځای موندل کېږي.

رسمي شمېرې ښيي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۳ زره او ۲۸۵ کسان د کورونا له کبله مړه شوي او ۳۶۲ زره او ۹۰۲ نور پرې اخته شوي دي.

ویل کېږي په هند کې یوازې له درېوو ورځو راهیسې له یو میلیون ډېر کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې، اوس په هند کې نږدې ۱۸ میلیونه کسان پر کورونا اخته شوي او له ۲۰۰ زرو نه ډېر د دغه ویروس له امله مړه شوي دي. په همدې موده کې نږدې ۱۵ میلیونه نور بیا بېرته ښه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کورونا د مثبتو پېښو اصلي شمېرې تر دې هم لوړې دي؛ ځکه خپرې شوې شمېرې یوازې د پېژندل شویو ناروغانو او د هند په روغتونونو کې د مړو شویو شمېرې دي او هغه کسان چې روغتون ته نه ځي یا هم په کور کې خپل ژوند له لاسه ورکوي، په دغو شمېرو کې شامل نه دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام