کورونا؛ هند کې په یوه ورځ ۳۲۸۵ کسان مړه شوي

هند په نړۍ کې د کورونا ویروس خپرېدو راهیسې تر ټولو بدې ورځې تجربه کوي. په روغتونونو کې یې خالي بستر، اکسېجن نه یوازې کم دی، بلکې بیه یې هم لوړه شوې او په ډېری هدیرو کې په سختۍ د جسدونو سوځولو لپاره ځای موندل کېږي. رسمي شمېرې ښيي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۳ زره او ۲۸۵ کسان د کورونا له کبله مړه شوي او ۳۶۲ زره او ۹۰۲ نور پرې اخته شوي دي.