په مزارشریف کې ۴۰ نجونو او هلکانو خپل ودونه په ډلهييزه توګه وکړل. دا ډلهييز واده چې شاوخوا يو ميليون افغانۍ لګښت پرې راغلی د څو خصوصي بنسټونو په مالي مرسته وشو. دغه جوړې وايي، له دې کاره يې موخه ډلهييزو ودونو ته د خلکو هڅول دي او په دې کار سره غواړي چې د ودونو ناوړه دودونه له منځه يوسي.
ضیاالله چې دغه ډله کې يې واده دی وايي، د نجلۍ د کورنۍ له لوري د زيات ولور غوښتنه او د واده د ډېر لګښت له کبله ډېری ودونه نه کېږي او دا يوه جدي ستونزه يادوي. نوموړی له کورنیو غواړي چې ولور کم واخلي.
امیرمحمد چې بل زوم دی وايي، د دوی په سيمه کې ولور ۵۰۰ زرو نه تر يو ميليون افغانيو پورې رسېږي. نوموړی وايي، يو شمېر ځوانانو د دومره شمېر پيسو پيدا کولو له کبله اړ کېږي چې بهر هېوادونو ته سفر وکړي او هلته کار وکړي.
دوی له دولته غواړي چې د کورنيو له لوري د لوړ ولور غوښتو مخه ونيسي.
دغې ناوې ګانې او زومان د ټولنې له بېلابېلو پوړونو څخه دي. په دې ډله کې داسې کسان هم شته چې کوژدې يې کړي؛ خو د خراب اقتصادي وضعيت له کبله له ۲ نه تر ۵ کلونو پورې وخت پرې تېر شوی او واده يې نه و کړی.
ضیاالحق محمدي بل زوم دی چې څلور کاله وړاندې يې کوژده وکړه او اوس يې ياد پروګرام کې واده وشو.
د دغه ډلهييز واده جوړوونکی سیدعزیزالله هاشمي وايي، د بېوزلۍ له کبله يو شمېر کورنيو ته واده کول ستونز و، « يو شمېرو يې خپلې ستونزې موږ سره شريکې کړې چې حتا موږ ونه شوای زغمی. ډېره دردوونکې ده چې د واده مسله ستونزمنه شوې ده.»
يو شمېر ديني عالمانو له دغه کاره هرکلی کوي او وايي، کورنۍ نه بايد خپل اولادونه شاندارو واده کولو لپاره اړ کړي. ځکه چې د دوی په وينا، په اسلام کې د ساده واده پر کولو ټينګار شوی دی.
د يادولو ده چې د ودونو ناوړه دودونه لامل شوی چې ډېری کوژدن خلک خپل ودونه اقتصادي ستونزو له کبله ډېرو کلونو لپاره وځنډوي او په يو شمېر مواردو کې ډېری ځوانان د پيسو پيدا کولو لپاره بهر هېوادونو ته مسافر کېږي.