په کندوز کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلاموطندار ته ویلي چې د طالبانو دوو بېپیلوټه الوتکو نن ماسپښین د دغه ولایت په امامصاحب ولسوالي کې د ملي اردو پر یوه کنډک بم غورځولي دي.
د سرچینې په وینا، دغه بم یاد کنډک ته نږدې لګېدلی، خو چاودلی نه دی.
سرچینه زیاتوي چې یادې الوتکې د امنیتي ځواکونو له ډزو وروسته د دغه کنډک له سر نه لرې شوې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ۲۱۷ پامیر قولاردو او د کندوز محلي او امنیتي مسوولان په دې اړه څه نه وايي.
د طالبانو دوو بېپیلوټه الوتکو درې ورځې وړاندې هم د ۲۱۷ پامیر قولاردو سر ته ورغلې او پر یاد مرکز یې بم وغورځاوه.
امنیتي سرچینو ویلي چې د یاد بم له کبله یوه نظامي چورلکه زیانمنه شوې، خو د ۲۱۷ پامیر قولاردو ویاند د چورلکې زیانمنېدل نه مني.