Asset 1SWN

د صالح، دانش او خلیلي د ترور هڅه؛ د طالبانو پلان ناکام شو

Saleh-1-p3nvl2uhe1uu1giu0ehqwm4nkl8tgb3hdrg5q9dmek

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، طالبانو د ده د ترور پلان درلود، خو د ملي امنیت ریاست یې مخه نیولې ده.

نوموړي نن د کابل د امنیتي وضعیت په اړه پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي چې د ملي امنیت عمومي ریاست هغه ۱۶ نښه شوې سیمې پېژندلي چې د طالبانو غوښتل د ده د تګ‌راتګ لارې په اوږدو کې پر یو وخت په‌کې بمونه کېږدي.

هغه د روان کال په وږي میاشت کې پر ده شوي برید ته په اشارې ویلي، که څه هم د یاد برید مسوولیت طالبانو ونه مانه، خو هغه شبکه چې د ملي امنیت عمومي ریاست له لوري نیولې شوې، ښيي چې دا کار د هغو طالبانو و چې له لشکر طیبه ډلې سره یې چې اوس په جیش محمد یادېږي، نږدې او ګډ کار کاوه.

د نوموړي په وینا، دوو نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې د ولسمشر د لومړي مرستیال محمدسرور دانش او د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند د مشر محمدکریم خلیلي د تګ‌راتګ لوري د په نښه کولو په هڅه کې هم وو.

صالح وايي، د دې ډلې د مشر قاري سعید د نیولو په برخه کې د ملي امنیت هڅې تر اوسه بریالۍ نه دي.

د سږ کال په وږي میاشت کې د کابل ښار په تایمني سیمه کې د ولسمشر د لومړي مرستیال د موټرو پر کاروان برید وشو. په دې پېښه کې ۱۰ کسان ووژل شول او ۱۵ نور چې د هغه ساتونکي هم په‌کې وو، ټپیان شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام