بهرنیو چارو وزارت: د جیش محمد ډلې مشر افغانستان کې نشته

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستانۍ جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر ته یې په افغانستان کې پناه نه ده ورکړې.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي څو شېبې مخکې پر ټویټر لیکلي چې ا.ا په افغانستان کې د هېڅ هېواد مخالفو وسله‌والو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.
نوموړي په دې اړه خپاره شوي راپورونه هم رد کړي دي.

 شنونکي: د نشه‌يي توکو قاچاق به ترهګرې ډلې پیاوړې کړي

د هند، روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو پرون د یوې انلاین غونډې په ترڅ کې له افغانستان څخه د نشه‌يي توکو د قاچاق زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي، د هند بهرنیو چارو وزیر اس‌جي شنکر او د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دغه چاره د سیمې د هېوادونو د امنیت لپاره جدي ګواښ وباله.

د صالح، دانش او خلیلي د ترور هڅه؛ د طالبانو پلان ناکام شو

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، طالبانو د ده د ترور پلان درلود، خو د ملي امنیت ریاست یې مخه نیولې ده.
نوموړي نن د کابل د امنیتي وضعیت په اړه پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي چې د ملي امنیت عمومي ریاست هغه ۱۶ نښه شوې سیمې پېژندلي چې د طالبانو غوښتل د ده د تګ‌راتګ لارې په اوږدو کې پر یو وخت په‌کې بمونه کېږدي.