د کابل یوه څنډه کې ۲۷کلنه ګلالۍ د خپل ژوند کړاوونه شریکوي: «زه اوس په کرایه کور کې ژوند کوم. که خپلې کورنۍ زما لپاره د پلار میراث راکړی وای، نو کولای مې شوای چې کور وپلورم او ځانته یو ښایسته ژوند جوړ کړم. اوس زه په کرایه کور کې یم او پیسې هم نهلرم، خو کورنۍ مې نه مني چې زه ترې برخه واخلم.»
ګلالۍ چې څو کاله مخکې یې، واده کړی او دوه ماشومان لري، وايي، پلار یې خپل مال پر څلورو زامنو وېشلی، خو هغې ته میراث نهدی ورکړل شوی.
ګلالۍ او هغې په څېر نورې مېرمنې پوهېږي، دوی له شرعي اړخه حق لري چې د خپل پلار میراث برخه واخلي؛ خو د واکمنو دودونو او د کورنۍ وېشلو له وېرې خپل میراث نهغواړي.
ډیری ښځې چې له سلاموطندار سره یې مرکې کړي، وايي چې دوی د شرعیت او قانون له مخې د میراث حق په اړه پوهېږي، خو د دودنو، ټولنیزو فشارونو او کورنۍ له لوري د دوی شړلو له وېرې د خپل حق غوښتنه نه کوي.
۲۱کلنه ملالۍ وايي چې د میراث حق غوښتنې په اړه یې معلومات له دیني عالمانو او دیني کتابونو ترلاسه کړي، خو کورنیو کې د نرواکۍ او ټولنه کې د واکمنو دودونو له امله یې، حق نهورکول کېږي.
هغې وویل: «زموږ په کورنۍ کې د میراث حقونه نه دي ویشل شوي؛ که وي هم موږ به یې عادلانه برخه ونهلرو ځکه چې زموږ کورنۍ د میراث مسله غیرت او ننګ بولي وايي، دلته رواج نهدی. ځکه چې دلته دا دود نهدی چې نجونو ته د میراث حق ورکړل شي. که یوه نجلۍ وغواړي چې خپل حق واخلي، نو په ټولنه کې هغې ته په بد نوم او بده سترګه کتل کېږي.»
۲۴کلنه شبنم چې دا یې، مستعار نوم دی، د کورنۍ او خپلوانو ل لوري د اړیکو پرې کولو له وېرې د میراث حق څخه محرومه شوې ده.
هغه وايي: «د ظلم او بېعدالتۍ احساس کوو او ناخوښې یوو. نجونې حق لري چې میراث ترلاسه کړي، بیا به یې اړیکې کورنۍ سره خرابې شي، د دې لپاره ترې تېرېږي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دیني عالمان وايي چې ښځو ته د میراث حق نهورکولو رېښه د ناپوهۍ دورې ته ورګرځي، په داسې حال کې چې اسلام دین په روښانه توګه په قرانالکریم کې ښځو ته د میراث حق ټاکلی دی.
دیني عالم صبغتالله وثیق سلاموطندار ته وویل: «په اسلام کې، نجونې د میراث حق لري، او په قرآن کریم کې په واضح ډول ویل شوي چې په قصدي ډول د لور یا خور څخه د میراث حق اخیستل په اسلام کې یوه لویه ګناه او ښکاره ظلم دی او د شرعي حکم لامل کیږي. حتی په هغو هېوادونو کې چې د میراث حق نهورکوي او پدې مسله کې قوانین لري، قانوني تعقیب کېږي او قانون پلی کېږي. د فقهې او مذهبي حکم له نظره، له حق پرته د نورو ملکیت اخیستل، لکه د شرعي رضایت پرته د خور یا لور میراث اخیستل او حتی که هغه مړه هم شي، پوروړی ګڼل کېږي.»
بلخوا د ښځو حقونو فعالانې وايي چې ښځې د میرث له حقه محرومول به ټولنه کې د دوی ځای کمزوری کړي.
د ښځو حقونو فعاله سوسن خالقیار وايي: «زما تر ټولو لویه اندېښنه دا ده چې په ټولنه کې به د ښځو ټولنیز دریځ او ځای کمزوری شي او ښځې به د نارینهوو سره د نابرابرۍ په حالت کې واچول شي. دویم، د نرواکۍ دود به نور هم پراخ شي. که ښځې دا ومني چې دوی د میراث حق نهلري، د میراث د حقونو په اړه د دوی د پوهاوي نشتوالي له امله، دا به راتلونکو نسلونو ته انتقال شي.»
د ارواپوهان په وینا، د میراث حق نهورکول به لامل شي چې ښځې د بېارزښتۍ احساس وکړي او په وینا یې، اوږدمهال کې به د ښځو چلند رواني سلامتیا او هویت ته زیان ورسوي.
ارواپوه محمدالله بلوچ وايي: «له رواني پلوه، کله چې د چا حقونه تر پښو لاندې کېږي، دوی د خپګان، د ځان درناوي، ځان باور او حتی د هویت له لاسه ورکولو څخه رنځ وړي. په ځانګړې توګه نجونې فکر کوي چې دوی د نارینهوو په څېر د ژوند کولو حق نهلري، دا عادلانه نه ده چې زه دویم جنس یم. دوی ممکن حتی د جنسیت پیژندنې اختلالات رامنځته کړي، یعنی له خپل جنس څخه کرکه وکړي. زما وړاندیز دا دی چې د دوی پوهاوی لوړ شي، د ښځو حقونه د انساني ارزښت د الهي لارښوونې په توګه وپېژني، نجونو ته ارزښت ورکړي او د پورته ذکر شوي عواملو د پېښیدو مخه ونیسي.»
له دې سره د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت مسوولان وايي چې د میراث حق ورکړې برخه کې د تېرو څلور کلونو پرمهال لاستهراوړنې لري او په وینا یې، ډېری تمرکز یې، د ښځو حقونو په اړه د عامه پوهاوي دی.
د یاد وزارت ویاند سیفالاسلام خېبر وايي: «په تېرو څلورو کلونو کې، زموږ وزارت د خپلو خویندو د ټولو مذهبي او بشري حقونو، د جہیز حق، میراث، جبري ودونو، یا په قانون کې ورته اړوندو مسلو کې لسګونه زره لاستهراوړنې ترلاسه کړې دي. د خویندو د میراث حقونو د لارښوونې لپاره، د وزارت ترټولو لوی تمرکز د عامه پوهاوي په اړه دی. تر دې دمه، دا لاره د وزارت لهخوا ډېره ښه پرمخ تللې ده. زموږ په لسګونو زره خویندو خپل حقونه ترلاسه کړي او موږ لاهم خپلو خویندو ته ډاډ ورکوو چې موږ به هېچا ته اجازه ورنهکړو چې د دوی پر حقونو تېری وکړي، که هغه جہیز وي یا میراث.»
د یادونې وړ ده چې د ښځو له حقونو د کورنیو نهپوهاوی او ناسم دودونه او ټولنه کې واکمنه نرواکي د دې لامل شوې چې د شرعي او قانوني حکم اجرا کول، له ستونزو سره مخ شي.


