که څه هم په افغانستان کې روانه جګړه پردۍ ده او د بهرنیو له لوري پیل شوې، خو له تېرو څو کلونو راهیسې چې د هېواد امنیتي واګې افغان ځواکونو ته سپارل شوي، وسله‌وال طالبان او نورې ترهګرې ډلې یوازې او یوازې د افغان ځواکونو او عامو افغانانو پر وړاندې جنګېږي او د دغې جګړې نږدې ټوله مرګ‌ژوبله هم افغانانو ته اوړي.

طالبان چې یوه جګړه‌ییزه ډله ده، سره له دې چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت خپلې جګړې ته د مشروعیت ورکولو لپاره یوه بهانه یادوي، خو له تېرو څو کلونو راهیسې دا ثابته شوې چې د  دوی په چاودنو او بریدونو کې یوازې د ګوتو په شمېر بهرني ځواکونه وژل شوي، نور ټول قربانيان یې افغان ځواکونه او عام ولس دی.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي او اوسني ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ دواړو حکومتونو تل له طالبانو سره د سولې خبرو اترو پیلولو ته چمتووالی ښودلی او له هغوی یې غوښتي چې په هېواد کې روانه د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره ورسره د سولې مخامخ خبرو اترو ته کېني، خو طالبانو نه یوازې د حکومت دا وړاندیز رد کړی، بلکې پر ځای له امریکا نه په رسمي ډول غوښتي چې د سولې خبرې اترې ورسره پیل کړي.

د امریکا متحده ایالاتو سره له دې چې تل د طالبانو دا وړاندیز ردوه، د سولې موضوع یې یوه بین‌الافغاني موضوع یادوله او ټینګار یې دا و چې طالبان باید په‌دې اړه له افغان حکومت سره خبرې وکړي، خو شاوخوا لس میاشتې مخکې یې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته تیاری وښود. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه کار لپاره زلمی خلیلزاد ځانګړی استازی وټاکه.

نوموړي هم له طالبانو سره په متحده عربي اماراتو او قطر کې د سولې مخامخ خبرې پیل او ان تر دې راورسولې چې دواړه لوري یوې نسبي هوکړې ته هم نږدې شوي وو، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپټمبر په اتمه یو ناڅاپه په دوو بېلابېلو ټويټونو کې نه یوازې دا خبرې ودرولې، بلکې په‌دې اړه یې په کمپ ډېوېډ کې له یوشمېر طالب مشرانو او ولسمشر محمداشرف غني سره هم لیدنې لغوه کړې.

اوس پوښتنه دا ده، سره له دې چې امریکا د افغانستان د قضیې حل یوازې د سولې خبرو اترو پورې تړلی و او د ډونالډ ټرمپ په ګډون، د دغه هېواد لوړپوړیو چارواکیو تل ټینګار کاوه چې د سولې مذاکراتو له لارې په افغانستان کې د خپلې تر ټولو اوږدې جګړې پای ته رسول ورته تر هر څه لومړیتوب لري؛ نو بیا څه لامل شول چې تقریباً پای ته رسېدلي او بریالي مذاکرات یې په ناڅاپي ډول لومړی ودرول او بیا یې نه کېدونکي یاد کړل!؟

د امریکا ولسمشر که څه هم په ښکاره د کابل په شش‌ درک سیمه کې وروستۍ چاودنه چې د یوه امریکايي په ګډون په‌کې ۱۱ افغانان ووژل شول، د خپل وروستي دریځ لامل بللی، خو داسې ښکاري چې د نوموړي په ګډون، د امریکا لوړپوړي چارواکي، کانګرېس او سیاستوال له طالبانو سره نږدې کېدونکې هوکړې په اړه راضي نه وو.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي له طالب استازیو سره تر نهه پړاوه خبرو اترو وروسته ایله یوه داسې هوکړه وروستۍ کړه چې که شوې وای، نه یوازې افغانستان به یې د کورنۍ جګړې پر ډګر بدل کړی و، بلکې د دغه اور لمبې به د نړۍ هېوادونو ته هم ور رسېدلې وې.

د دې ترڅنګ به په افغانستان کې د رامنځته کېدونکی کړکېچ او ناورین د امریکا په ماتې تمام شوی و. دغه هېواد او ورسره متحد هېوادونه به په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد په څېر له سترې ماتې سره مخ شوي وو او دا هر څه به د سولې هوکړې په نوم د هغې نیمګړې معاملې پایله وه چې امریکا او طالبانو وروستۍ کړې وه.

دا باید ومنل شي چې امریکا په شاوخوا لس میاشتو کې له طالبانو سره پر یوه داسې بحث اخته وو چې پایله یې هېڅ، خو که په اړه یې هوکړه شوې وای، افغانستان او نړۍ به یې ننګولې وای.

د دواړو لوریو د نیمګړې هوکړې د وروستي کېدو او بېرته لغوه کېدو بل لامل دا و چې د وسله‌والو طالبانو استازي هېڅ داسې نه و چې له یوه اړخ سره دې د مذاکرې مېز ته ناست وي، بلکې لا یې هم پر جګړې ټینګار کاوه، یوه لوېشت له خپلو موخو او غوښتنو نه تېرېدل او عملاً یې دا هر څه په افغانستان کې د جګړې پر مهال ثابت کړي وو.

دې ډلې له یوې خوا په قطر کې له امریکا سره د سولې خبرې کولې، بله‌خوا یې په افغانستان کې خپلو بریدونو او چاودنو ته زور ورکړ او فکر یې کاوه چې په‌دې سره به لا ډېر امتیازات واخلي.

د امریکايي لوري یوه نیمګړتیا دا وه چې په ډېرې تېزۍ سره یې دغه پروسه پیل او پر مخ یووړه. چارواکیو به یې په ډاګه ویل چې د سولې خبرو بریا یې لومړیتوب دی او په هر حالت کې او هر ډول چې وي، ځان به ورته رسوي. ان کله کله به یې مهال هم ورته وټاکه چې تر دغه وخته پورې باید له طالبانو سره یوې پایلې ته ورسېږي. خو دې ته یې نه کتل چې طالبان او د هغوی ملاتړي هېوادونه د امریکا له دغه مجبوریته ناوړه ګټه اخلي او دا کار یې عملاً وکړ.

طالبانو فکر کاوه چې په افغانستان کې یې د جګړې ډګر ګټلی، امریکایان یې اړ کړي چې ورسره د سولې مېز ته کېني؛ نو همدا وخت دی چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره خپلې ټولې غوښتنې پرې ومنو. هغه څه چې په احتمالي هوکړه‌لیک کې یې ځای پر ځای کړي هم وو.

دا او دې ته ورته نور موضوعات لامل شول چې د امریکا کانګرېس د دواړو لوریو تر منځ د کېدونکې هوکړې په اړه وضاحت وغوښت، د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو یې له لاسلیکولو ډډه وکړه، د دفاع وزیر یې د یاد هوکړه‌لیک لاسلیکول یوه معامله یاده کړه او بالاخره ډونالډ ټرمپ دا لس میاشتنۍ او اوږده پروسه په دوو ټویټونو لومړی ودروله او بیا یې بېخي لغوه اعلان کړه.

دا څرګنده ده چې امریکا د افغانستان په تړاو هره پرېکړه د خپلو موخو او ګټو لپاره کوي، خو دا د افغانانو کار او مسوولیت دی چې په خپل هېواد کې روانه جګړه چې تقریباً ټوله قرباني یې افغانان ورکوي، پای ته ورسوي. خپلې ستونزې د بهرنیانو پر ځای په خپلو کې سره حل او په اړه یې ټولې پروسې د بهرنیو هېوادونو پر ځای، په خپل هېواد کې پر مخ یوسي.

افغان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ د شویو خبرو اترو له پیله د هېواد او خلکو د راتلونکې په اړه یو واضح او معقول دریځ غوره کړی و او دا پروسه یې څارله. ولسمشر محمداشرف غني د کابل پروسې په دویمه غونډه کې د سولې په تړاو طالبانو ته بې ساري وړاندیزونه وکړل او بې قید او شرطه یې له یادې ډلې سره د مخامخ مذاکراتو پیلولو ته چمتووالی وښود. هاغه مهال تمه دا وه چې طالبان به د دغه وړاندیز هرکلی وکړي، خو داسې و نه شول او دغې ډلې د حکومت پر ځای، له امریکا وغوښتل چې د سولې خبرو ته ورسره کېني.

اوس چې ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې اترې درولي او لغوه کړي، افغان حکومت یو ځل بیا د سولې په تړاو یو معقول دریځ خپل کړی او ویلي یې دي چې په هېواد کې تلپاتې سولې ته ژمن دي. لپاره یې کار کوي، له طالبانو یې غوښتي چې نور ادرسونه پرېږدي او ورسره د سولې مخامخ خبرو ته کېني. حکومت دغه راز د سولې پروسې پر وړاندې یوازینی خنډ په هېواد کې د طالبانو له لوري بریدونه، چاودنې او د افغانانو وژل دي.

اوس چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تقریباً بریالي مذاکرات درېدلي او نه کېدونکي یاد شوي، په‌کار ده چې د جګړې ښکېل افغاني اړخونه په هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره لستوڼي را بډ وهي او په یوې ځواکمنې ارادې سره یې لپاره کار وکړي.

دا واقعیت دی چې که افغانان خپلې ستونزې او اختلافونه په خپلو کې سره حل نه کړي، پردي یې ورته نه‌شي حل کولای. د یوې تلپاتې او رښتینې سولې لپاره اړتیا ده چې افغان حکومت او طالبان لومړی یو دوامدار اوربند وکړي او ورپسې د سولې مخامخ خبرې اترې پیل کړي.

طالبان چې تل یې د افغانانو پر ځای، له امریکا سره پر خبرو ټینګار کړی، ښايي اوس ورته څرګنده شوې وي چې له بهرنیانو سره مذاکرات څه مانا لري او په کومه بیه ورته تمامېدای شي؟ دا ډله باید نور درک کړي چې د دوی د لسو میاشتو په ورځو ورځو خبرې د یوه ټويټ ارزښت هم نه لري او که امریکا وغواړي هر مهال یې په سیند لاهو کولای شي.

دا ډله باید د ډونالډ ټرمپ له ټویټونو درس واخلي چې له هغوی سره خبرې یې ترکستان ته بیايي، خو برعکس که په همدې لېوالتیا له افغان حکومت او خلکو سره د سولې خبرو ته کېني، ښايي یوې ښې پایلې ته ورسېږي.

خو که طالبان د تېر په څېر بیا هم پر خپل دریځ ودرېږي او په هېواد کې روانې جګړې ته چې قرباني یې افغانان ورکوي، دوام ورکړي؛ د دوی په ګډون به، د خپلو هېوادوالو له منځه تلو او د هېواد له ورانولو پرته بل هېڅ هم په لاس ور نه‌شي.

دغه راز طالبان باید درک کړي چې په هېواد کې د روان کړکېچ حل په ټوپک او جګړې کې نه، بلکې په مخامخ خبرو، تفاهم او هوکړه کې نغښتی دی. د مذاکراتو لار، هغه لاره ده چې که کلونه کلونه نوره جګړه وکړي، بیا به هم د سولې مېز ته راځي او دا ناورین به له همدې لارې پای ته رسوي، خو ښه به دا وي چې څومره ژر له خپلې سرزورۍ لاس واخلي، د خپلو هېوادوالو ترڅنګ، ګډ او ارام ژوند وکړي او خپل هېواد د ورانېدو او شاتګ پر ځای، د نړۍ له چټک کاروان سره یوځای او سیال کړي.

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام